کور / تازه خبرونه / نواز او شهباز له پارلماني سياست څخه بې برخي سول

نواز او شهباز له پارلماني سياست څخه بې برخي سول


د پاكستان ستري محكمې تر څو واره ځنډ وروسته پخوانى صدارعظم نواز شريف او ورور يې شهباز شريف له پارلماني سياسيت څخه منع كړل.
نواز او شهباز به له دې وروسته د پاكستان پارلمان ته ځانونه نسي نومولاى.
شهباز شريف چي د مسلم ليګ نون ګوند له خوا د پنجاب ايالت د وزيراعلى په توګه دنده ترسره كول، تر دې پريكړي وروسته به خپله دنده د ګوند بل غړي ته سپاري.
د پاكستان د ستري محكمې پر دې پرېكړه د شريف وروڼو پلويانو خپله اندېښنه داسي څرګنده كړې، چي د ستري محكمې په پرېكړه كي د پيپلز ګوند لاس دئ.
د مسلم ليګ نون ګوند غړي پر ولسمشر زرداري نيوكه كوي چي د محكمې په پرېكړه كي لاس لري.
د پاكستاني چارو د څېړونكو په وينا ښايي د محكمې تر دې پرېكړي وروسته په پنجاب كي حالات خراب سي، چي دا به د ټول پاكستان پر اوضاع خپل ژور اغېز پرېباسي.
نواز شريف او شهباز شريف د پنجاب ايالت بانفوذه اوسېدونكي دي چي په وروستيو دېرشو كلونو كي د پاكستان په سياست كي د پام وړ ونډه اخيستې ده.