کور / راپور / پكتيا – د اونۍ وروستي خبرونه

پكتيا – د اونۍ وروستي خبرونه

د ولايتي شورا كلنۍ ټاكني تر سره شوي  :

پنجشنبه د كب لمړي د ولايتي شورا كلنۍ ټاكني تر سره شوي ، په دي ټاكنو كي د پكتيا ولايت د ولايتي شورا مشر د آزادو سياليو په ترڅ كي ډاكټر محمداجان مرستيال يي ښائسته جان احدي او منشي يي نيازي شوو

دا په داسي حال كي ده چي تير كال د ولايتي شورا مشر مياخيل ځاځي وو خو دا سږ كال يي رائيه تر لاسه نكړاي شوه خو مرستيال يي ښاغلي احدي په خپل ځاي پاتي شوو

د ټاكنو پر وخت اوسني مشر ډاكټر محمداجان د لاښه چوپړ ټټر وواهه او د خلكو مرسته يي په دي برخه كي وغوښته .


دپكتيا په ولايت كي د30 تنو بي وزګارو ځوانانو لپاره دكار زمينه برابر ه شوه :

شنبه (د كب دريمه )دكار ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رئيس الحاج عبدالصمد مصلح وائي دغه ديرش تنه ځوانان چي دمركز ګرديز ، شواك او سيدكرم دولسواليو اوسيدونكي دي دولايت بيا رغاوني دټيم په مالي مرسته دمترقي شركت لخوا دموټرونو دترميم په څانګو كي وروزل شول

نوموړي ځوانان په څلورو مياشتني كورس كي دموټرو دترميم بيلا بيلي څانګي په نظري او عملي ډول سره روزل شوي دي

نوموړي شاګردان په اعاشي او اباطي سربيره هر شاګر د ته دمياشتي 3000 افغاني معاش هم وركول كيده

او هم ورته دكورس په پاي كي دكار توكي هم په وړيا ډول وركول شول چي په ښار كي په ازاد ډول كار وكړي


د يوه شهيد له كورنۍ سره مرسته وشوه :

يكشنبه ( د كب څلورمه ) ديوه تن شهيد سره دپكتيا په ولايت كي دولايت دمرستيا ل وكيل عبدالرحمان منګل له خوا مالي مرسته وشوه

نوموړي شخص چي ميوه جان دګلاب جا ن زوي داريوب ځاځي ولسوالي اوسيدونكي وه څه موده مخكي په پلازمينه كابل كي ديو ځانوژونكي حملي په پايله كي شهيد كړاي شوي وه د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخي يو لك افغاني نغدي مرسته دنوموړي دكورني سره وشوه چي په كوروداني سره ومنل شوه 


د ولايت پلاوي له دوه ولسواليو ليدنه وكړه :

دوشنبه ( د كب پنځمه ) دپكتيا ولايت دمقام دهدايت سره سم دسكتوري ادارو دريسانو په ګډون يو پلاوي چي دښووني درئيس انجينر محراب الدين شفق په مشري ګمارل شوي وو دځاځي اريوب او احمد خيلو ولسواليو ته ئي دسفر په ترځ كي دقومونو استازو سره دليدني په لړكي دهغوي يو لړ سيمه ايزي ستونزي واوريدي او دحل په برخه كي ئي دمقام ولايت له اړخه ډاډ وركړ


د پكتيا ولايتي شورا ته وركشاپ جوړ شو:

سه شنبه ( د كب شپږمه ) دپكتيا ولايتي شورا دشويو كړنو دارزولو په موخه د( اين ،ډي ،اي) دفتر له خوا دري ورځني وركشاپ دولايت په مقام كي پيل شو په دغه وركشاپ كي دولايتي شورا دصلاحيتونو او مسؤليتونو په اړونده ځغلنده رڼا واچوله ، ددوي دكاري ظرفيتونو دلا لوړولو په موخه عملي او نظري تدريس ترسره كيږي په دي پرانيستونكي غونډه كي دپكتيا ولايت مرستيال او دسكتوري ادارو ريسانو هم ګډون كړي وه .