کور / تازه خبرونه / ځانمرګي بريد ملي پوځ ته مرګ ژوبله واړول

ځانمرګي بريد ملي پوځ ته مرګ ژوبله واړول


د چارشنبې په سهار د كندهار په ښار كي د ملي پوځ پر سرتېرو ځانمرګى بريد وسو، چي د چارواكو په وينا د ملي پوځ دوه عسكر يې وژلي دي.
د كندهار امنيتي مسئولين وايي پېښه نن د يوولسو بجو په شاوخوا كي د كندهار په حضرت جي بابا سيمه كي رامنځته سوې ده، چي پر دوو مړو سربېره يې د ملي پوځ درې عسكر او څلور لارويان ټپيان كړي هم دي.