دباچاخان دپيروکارانولخوا دباچاخان د عدم تشدد فلسفې سپکاوی

د لراوبر اداره | فبروري 25th, 2009


کله چې مې داواورېدل چې دپښتونخوا ايالت لوی وزيرميرحيدرهوتي په ايالت کې په خپلوکارکوونکوکې وسله وېشي نو خدای شته چې داسې هک حيران ورته پاتې شوم او يقين مې نه راتله چې د باچاخان دعدم تشدد پېروکاران داڅه کوي؟

د جنرال پترس نوی تاکتيک : خپل پخپل سره جنګول

خو په حقيقت کې دادومره دحيرانۍ خبره نه وه ولې چې ددې پارټۍ تل په خوله يوه وي او په ژبه بله  دوی په تاريخ کې په څو څو واره داثابته کړې ده چې ددوی دخواروزار پښتانه له رغاونې ،سوکالۍ او يووالې سره هيڅ لېوالتيا نشته که لېواتيالري نو يوازې له خپلې څوکۍ او قدرت سره  يوار دې ګوند دپاکستان دون يونټ يانې يوايالت دماتېدلو پر وخت خپله داناوړه موخه څرګنده کړه کله چې دوی داشعار خپل کړ چې موږ هغه مخکني ايالتونه ‌په هم هغه پخواني حالت کې بېرته غواړو نه پکې سوېلي پښتونخوا راګډوو او نه پکې د اټک او ميانوالي څه ضرورت شته  بيا پروسږ کال په کراچۍ کې د يو ترهګر ګوند لخوا سپين پښتانه په سپينه ورځ په سرو وينو ولمبول شول ډېر ماشومان يتيمان کړل شو او ډېرې مېندې بورې کړل شوې  هغه ورځ دکراچۍ پر پښتنو له يو قيامت څخه کمه نه وه ټولو پښتنو داټينګ هوډ کړی وو چې دې ترهګرګوند ته به داسې سبق ورکوو چې په راتلونکې وخت کې به دوی څه چې ددوی لمسيان هم پښتنو ته په خيرنه سترګه ونه ګورې خو دپښتنو داهيلې هغه وخت په اوبو لاهو شې چې کله ددې ګوند مشرانو ددې ترهګر ګوند سره په ناين زيرو کې  داسې يوبل ته غېږي ورکولې چې سړي به ويل دوی خو د عمرونو پاخه ياران دي  بيا په پښتونخوا کې دی تر ټاکنو له مخه ويل چې که قدرت ترلاسه کړي نو په پښتونخواکې به سوله راولې او دخپل عدم تشدد دفلسفې په طاقت سره به دمينې هوا خپره کړي او د ټوپک په ځای به قلم په لاس کې ورکړي خو اوس هغه ګونددی چې دېرش زره ميله وسله په خلګو وېشي دا څه زبردسته سياست دی څه زبردسته فلسفه ده .

زه دپښتونخوا له هغوخلګو څخه پوښتنه کوم کوم چاچې دپښتو،پښتون او پښتونخوا پر نامه دوی ته ووټ ورکړئ وو چې ايا تاسې ددې لپاره ووټ ورکړئوو چې تاسې ته به وسلې درکوي که موددې لپاره ورکړی وو چې تاسې ته به کورپه کور بدي جوړوي ماته يقين دی چې تاسې به هيڅ کله هم ددې لپاره ووټ نه وي ورکړی نو بيا نورپه هغوشعارونواو نارو مه غولېږئ چې عملي کېږي نه او دپښتو،پښتنو او پښتونخوا رښتوني لارښودان وپېژنئ که نه نو پايله به مود اوي لکه داوينی چې يې .

Copyright Larawbar 2007-2024