کور / تازه خبرونه / حامد كرزي د انتخاباتو په اړه غونډه وكړه

حامد كرزي د انتخاباتو په اړه غونډه وكړه


د افغانستان ولسمشر حامد كرزي پرون په ارګ كي د جمهوري رياست د انتخاباتو پر ناندريزه موضوع له يو شمېر لوړ پوړو چارواكو سره غونډه وكړه.
د جمهوري رياست څخه خپاره سوي خبرونه وايي په دې غونډه كي د مشرانو او ولسي جرګې رئيسانو صبغت الله مجددي او يونس قانوني هم ګډون كړى وو.
د جمهوري رياست وياند سيامك هروي وايي په دې مشورتي غونډه كي كومه ځانګړې پرېكړه نه ده سوې، خو تمه ده چي ولسمشر په نيژدې ورځو كي په دې اړه خپله وروستۍ پرېكړه اعلان كړي.
د ولسي جرګې غړي او د حكومت اپوزيسون ډلي وايي، دا چي انتخابات له جوزا څخه د اسد مياشتي ته ځنډېدلي ولسمشر كرزى د جوزا له لومړۍ نېټې څخه پر واك د پاتېدو حق نه لري او نوموړى بايد د جوزا پر اوله استعفا وكړي، خو بلي خواته جمهور رئيس كرزى په دې هڅه كي دئ چي د انتخاباتو له ځنډ سره خپله د واك موده هم وغځوي، چي د څېړونكو په وينا له پرونۍ غونډي څخه يې هم موخه دغه وه.