کور / تازه خبرونه / عراق د امريكايانو د وتلو هركلى وكړ

عراق د امريكايانو د وتلو هركلى وكړ


د عراق حكومت د متحده ايالاتو د هغي پرېكړي هركلى كړى، چي له عراق څخه يې د امريكايي سرتېرو د وتلو په اړه پرون وكړه.
د متحده ايالاتو جمهور رئيس باراك اوباما د ۱۸ مياشتو په اوږدو كي له عراق څخه د امريكايي سرتېرو د ايستلو اعلان وكړ، چي ډېر ژر به د يوه مهالوېش له مخي د امريكايي عسكرو وتل له دغه هيواد څخه پيل سي.
د عراق صدراعظم نوري المالكي وايي په هيواد كي يې اوس ډيموكراسي حاكمه، حكومت يې جوړ او تېره مياشت د ولايتي شوراګانو انتخابات هم په برياليتوب سره ترسره سول.
د ښاغلي مالكي په وينا د عراق پوځ او پوليس نن سبا د دې تومنه لري چي د خپل هيواد امنيت خوندي كړي، نو ځكه يې حكومت له عراق څخه د امريكايانو د وتلو هركلى كوي.