کور / تازه خبرونه / د افغان سفير برخليك اوس هم ناڅرګنده دئ

د افغان سفير برخليك اوس هم ناڅرګنده دئ


په پاكستان كي د افغان سفير عبدالخالق فراهي برخليك د پاك – افغان حكومتونو له ژمنو سره سره اوس هم ناڅرګنده دئ.
نوموړى د ۲۰۰۸ كال د سپټمبر پر ۲۲ –مه د پېښور په حيات آباد كي تر يوه وسله وال بريد وروسته وتښتول سو، چي تر اوسه يې د تښتوونكو په باب هيڅ معلومات نه دي خپاره سوي.
د پاكستان چارواكو او د پښتونخوا ايالت د پوليسو مشر ملك نويد څو ځله د نوموړي د ژر خوشي كېدو خبر وركړ، خو بيا هم ښاغلى فراهي په يوه نامعلوم زندان كي پروت دئ.
د افغانستان ولسي جرګې د ښاغلي فراهي د تښتوني په لومړيو ورځو كي د پاكستان استخبارات د هغه په تښتونه كي په لاس لرلو تورن كړل، خو پاكستاني حكومت د ښاغلي فراهي د تښتوني علت د هغه بې پروايي په ګوته كړه.
د پاكستان د كورنيو چارو وزارت وويل، ښاغلي فراهي بېله امنيتي ساتونكو له دفتره كور او نورو محفلونوته تګ راتګ كاوه.
عبدالخالق فراهي له څو كالو راهيسي په پښتونخوا ايالت كي افغان قونسل وو، چي د اګست په مياشت كي د ولسمشر له خوا پاكستان ته سفير وټاكل سو.
نوموړى په بهر كي له څو ګوتو په شمار فعالو ډيپلوماتانو څخه ګڼل كېدئ، چي په دغه ايالت كي يې د افغانانو له هر راز ستونزو څخه پر خپل وخت ځان خبراوه.