ورځپاڼو ته کتنه
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ولس مشر کرزي په وروستي فرمان چې پکې له اساسي قانون سره سم د انتخاباتو پخپل ټاکلي وخت په ترسره کولو شوې تبصره کړې.
ورځپاڼې لیکلي دي چې ولس مشر کرزي دا کار د ځینو هغو کړیو د فتنو د شنډولو لپاره کړې چې غوښتل يې له قانون نه د سرغړاوي تر نامه لاندې ستونزې وځیږوي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د امریکا د یو پوځي کار پوه په حواله لیکلي دي چې واشنګټن افغانستان ته د نورو اروپايي سرتیرو استولو ته اړتیا لري.
ورځپاڼې خپل بل مطلب لوږې او اقتصادي ستونزو ته ځانګړې کړې او دا ستونزه يې د نړۍ په کچه څیړلې ده.
د هیواد دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه په وروستي پرمختګ تبصره کړې او لیکلي دي چې ولس مشر کرزي ټولو امنیتي ادارو ته امر کړې چې د انتخاباتو لپاره ډاډمن امنیت ټینګ کړي.
ورخپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې ړ نړیوالې ټولنې تیر اووه کلن حضور څیړلې خو لیکلي دي چې پدۍې موده کې شوي پرمختګونه ارزونې ته اړتیا لري.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه د ولس مشر کرزي په وروستۍ پریکړې تبصره کړې خو هغه يې د سیاسي لوبو نوې کړۍ بللې ده.
ورځپاڼې د موضوع په دوام امنیتي ستونزو ته په اشارې لیکلي دي چې د هیواد په سلو کې شپیته برخه او په تیره بیا جنوبي ولایتونه په هیڅ ډول د انتخاباتو د ترسره کولو امکانات نلري.
ورځپاڼې په افغانستان کې د شتو ستونزو د هواري لپاره د نوې ستراتیژۍ د جولو په اړه روانو بحثونو ته هم کتنه کړې خو لیکلي دي چې باید یوه ستراتیژۍ جوړه شي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د امریکا د ولس مشر بارک اوباما په حواله لیکلي دي چې د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې نه پاتې کیږي.
د افغانستان ټایمز انګلیسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د راتلونکو انتخاباتو په اړه د ولس مشر کرزي په حکم تبصره کړې او هغه يې د هیواد اساسي قانون او ثبات ته درناوې بللې دې.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې ولس مشر کرزي پدې فرمان کې د دولت له مخالفینو نه هم غوښتي دي چې د ملي یوالې لپاره په انتخاباتو کې برخه واخلي.
د افغانستان نا دولتي ورځپاڼې هم د راتلونکو انتخاباتو په اړه وروستي پرمختګ ته په اشارې د ولس مشر کرزي د فرمان بشپړ متن خپور کړې دې.
ورخپاڼې پخپله سرمقااله کې هم په همدې مسلې تبصره کړې خو لیکلي دي چې انتخابات باید سیاسي بڼه غوره نکړي او دا بهیر باید ولسي وي.
په واشنګټن کې د افغانستان پاکستان او امریکا ترمنځ درې اړخیزه ناسته د ورځپاڼې بل مطلب دې چې پکې دا اقدام د افراطیت په وړاندې د مبارزې لپاره یو نوې هوډ بلل شوې دې.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي دي.
انیس پخپله سرمقاله کې لیکلي دي چې د ولس مشر کرزي لخوا د انتخاباتو د نیټې اعلانول په لسګونو پورته شویو پوښتنو ته ځواب ووایه.
خو اصلاح بیا لیکلي دي چې ولس مشر کرزي د انتخاباتو د نیټې په اعلانولو سره شک او ګمانونو ته پاې ورکړ.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغان دولت په اپوزسیون یعنې ملي جبهې باندې دا انتقاد کړې دې چې تراوسه هم د خپل منځیو ستونزو په هواري کې پاتې راغلې.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې ملي جبهه لا هم پخپل منځ کې نا متحده ده او د سیاسي سیالیو لپاره ښه حالت نلري.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي دي چې یوازې له لسو زرو نه نیولې تر پنځلسو زرو پورې وسلوال طالبان موجود دي
خو ورځپاڼې بیا د طالبانو د یو ویاند په حواله لیکلي دي چې د کورنیو چارو وزیر نشي کولې له خپل موټر سره یو ولایت ته سفر وکړي.