کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په لندن كې دمارچ په لومړۍ نيټه دپښتو مشاعرې په غونډه څو خبري

په لندن كې دمارچ په لومړۍ نيټه دپښتو مشاعرې په غونډه څو خبري

په لندن كې دمارچ په لومړۍ نيټه دپښتو مشاعرې په غونډه زموږ حال دپښتو شعر حال

څو خبرې !

په شعر خبرې كوو ! زموږ شعر اوس هغه لاپوك شعر نه دى چې ووايو  زه تر هندوكشه لوړ اودپاميره دنگ اوله امو اواباسينه ډير په غورځنگ يم ۔ پوهيږۍ مطلب مې دادى چې زموږ شعر دغربت شعر دى ۔ دبې وطنۍ شعر دى ۔ اودبې وطنۍ شعر څرنگه وي ؟ دپړسيدلو ټټرونو دوچو ستنو ٬ دخپه چرتونو ٬ اودانديښنو نه ډك او له ياس اوحرمان نه ډك شعر دى ۔


يوه شيبه مو دپښتنو دخان دپښتنو دفاضل خان٬ مشر او دپښتون په ننگ د ولاړ انسان خوشحال دژوندانه يوه شيبه ذهن ته راولۍ ۔ هغه شيبه چې هغه يې درنتبور دجيل له دروازو دننه كړ اوله پښتونخو ا يې په زرگونو فرسنگه ليرې په داسې يوه جيل كې واچولو چې ٬ نه په كې دروه سړې اوبه وې اونه په كې بل څه ۔ خو هغه چې كوم شعر وليكه يا يې هست كړ ٬ زموږ درد ته دورته شيبو شعر و ۔

كه گذر په خيراباد وكړې نسيمه                            يا دې گشت وشې دسراى دسيند په سيمه 

په وار وار زما سلام ورته عرضه كړه                     ورسره زما له لوريه څو تسليمه  

اباسيند وته ناره وكړه په زوره                              ولنډې ته وينا ووايه حليمه 

گوندې وى چې بيا مې ستاسې جام نصيب شي                 په گنگا جمنا به نه يم تر قديمه 

چې سړې اوبه دغره نشته په هند كې                    ترې توبه كه واړه ډك دې له نعيمه

هميشه به په هند نه اوسې خوشاله                     عاقبت به عاصي وځي له جحيمه    


خو زموڒ دشعر محتوى هم څه بل ډول  ده ۔ موږچې سهار پاڅو ٬ خړ اسمان وينو ٬ تور سړكونه وينو ٬ دخړو كوڅو په كږليچونو كې وركيږو ٬پنا ه كيږو اوهمداسې چې پناه كيږو زموږ وروستى نسل راپسې سرگردان دى ۔ هغوى په هر قدم اوپه هر څپك زماني اومكاني واټن كې ٬ په هردم اوپه هر نفس كې خپل كلمات ٬ پلار ٬ مور ٬ نيكه ورور خور مور وطن مينه كلى وستل چينارونه اوديره ٬ شوديارې اوكرواړې اوبلااخره دملنگ جان پښتنواله ٬ د امان افغانستان اودخوشال پښتونخوا دروښان روښنايي اولمر اودرحمان دخاورو كنډولى له ياده باسي اولكه سپين ململي ټوكران دخړ تمدن ٬ دخړ سترگي فرهنگ اودشين سترگي شيطنت په خم كې رنگيږي او خداى خبر  چې بيا به موږ ته دپلار اودادا غږ وكړي اوكه نه ۔

شاعر وايي :

زوى مې زما په ژبه نه پوهيږي

زه مې له پلار سره يوه مسجد كې لمونځ نه كوم

پلار مې په خپله لاره ځي اوزه په خپله لاره ٬

زوى مې زموږ لارې

منسوخې

كږې لارې بولي ۔

اودخپل ځان له پاره بله نوې لار لټوي ۔

زموږ دژوند دود اودستور داسې دى

موږه دلارو دبدلون په هنر ښه پوهيږو ٬

خو دځانونو بدلولو سره روږدي نه يو

ځكه خو ټول عمر

په لاره كې يو

منزل ته

كاوون توفاني ٬

نه رسيږو ۔ المان ۔ دسمبر ۱۹۹۴

رښتيا خبره داده چې زموږ رنځونه زيات دي ۔ دلته زموږ په گاونډ كې څوك موږ ته دښه چارې غږنه كوي ۔ موږته نه وايي شين چاى اوچيلم څنگه ؟ اوموږ ته دا هم نه وايي اونه يې ويلى شي چې :

كه ليونى يې زما يار يې

خلك ناكام له ليونو سره كوينه

نو همدا اوداسې نورې دردوونكى خبرې دي چې موږ ترې شعر جوړوو ٬ اوهمداسې خبرې دى چې موږ ورته داحساس څرخه ايښې ده ۔ دعاطفي تيلي څراغ چې هره شيبه په پف سره په مړ كيدو دى ٬بل كړى دى ۔ زموږ دشعور اوتحت الشعور زړه ادې ورته ناسته ده ۔ دخپل لمسې نه په ستن كې دتار اچولو مرسته غواړي ۔ اوبيا دشعر تنسته جارباسي ۔

يو وخت پابلو نرودا وويل : راشۍ اووينې په واټونو كې وگورۍ ٬ موږ دا يو ورسره غبرگوو ٬ چې ورشۍ وينې په واټونو اوواسكټونه په تنونو كې اوسره گلونه په كروندو كي وگورۍ ٬ اوټوپكمار اوپاټكمار ددرواڒو په ماتولو اوزموږ دناوي گانو خويندو اووريندارو دگاڼو اوپسولونو په تښتولو اودهغوۍ دجامو په ليلامي  ماركيټ كې وگورۍ ۔

ځكه خو هغه شاعر حق لري چې دخوندونو اورنگو نو په شاعرانو په غصه شي اوورته ووايي :

بل دې شاعر په دواړو سترگو ړوند شي

-گوتې  يې ماتې شه  په   ژبه باندې  هم گونگى شه

–بل دجانان داشين منگى دې ستا په سر مات شي   –

اودا مازديگر اودا گودر دې ستا په وينو سور شي ۔

نو داده زموږ د نيمگړې غزل دالهام منبع ۔  زموږ دشعر لايق په رښتيا چې اوس په هر لحاظ بوډا شو ٬ كاشكې چې  هغه  په دې عمر كې هم يوازې دشعرد صنم ستاينه كولاى  ۔ زموږ دزړونو دپيوند دزلميتوب خندا وى دزندانونو له ديوالونو دننه اوڅه هم دجنگونو اوغورځو پرزو په دندوكار كې لكه يو ه څپه په غلې كيدو كې پاتې شوې ۔ اوس چې كله دهغه لاس  قلم ته ورځي  نو لږ په زلزله ورځې ۔ كاوون خو دافغانستان څخه په ليرې والې كې ددرد څخه  په داسې پړاو كې دى چې  اوس دسيد هارتا بودا په څير د((نيروانا)) په لټه كې دې او دگوښيتوب چېله يې ويستلې ده ۔  دفلسفې اسد اسمايي له بده مرغه هره شيبه ځان په برزخ كې احساسوې او دچا خبره چې دعزراييل سره چمبړ دى ۔ ٬ ننگيال خو تر ټولو باتو ر و چې د((عقل اوجنون)) په جگړه كي يې تر ټولو دمخه خپل سر له تنې را جلا اوپه خپل لاس يې خپل مالك ته ونيو اوپه بربنډو الفاظو يې دمكارې نړۍ په كرشمو تف كړل اوبيايي  وويل :

وادې اخله دونيا زه وږې ستا ددونيا نه يمه ۔

نو داده زموږ دشعر دهستولو بل مضمون ۔ نو ځكه :

كه رښتيا رابندې واياست ۔  زموږ دناستو حال همداسې دى ۔ له تورتمه هر څوك ډار لري خو په خوله يې نه وايي ۔ شاعر د ويلو جريت لري  ځكه خو دهغو حال زموږدژوند مصداق دى ۔

اوس زموږ له شعر نه دلاپو اودغريدلو ساه الوتې ده ۔ ديوه داسې پراخ شنه اسمانه اود ديوه داسې لمرڅخه چې وړانگي يې اوس دپرښتو لښكر هم په تول نه شي تللى ٬ ليري يو ۔

نو اى زما لندني يارانو كله مو دخپل مړستون په باب فكر كړى دى ۔  اوكله مو دلندنيو خټو په اړوند سوڇ كړي چې هلته به نيال كيږې اوداسطورو په روايت به كه بيا راشنه شۍ نو   ستاسې رنگ به نور داسې غنم رنگه نه واست ۔ اوچې خښ شۍ  نو دخپل احساس سره ٬ دخپل فكر سره  اودخپلې عاطفې سره به خښيږۍ  ٬ نو بس همدا زموږ دغزل تكل دې چې زموږ دنشت كېدو په بيه به مكمل كيږي ۔

دغزل ژبه كله دژور ياس اوحرمان ديالوگ هم وي ۔ اوموږ چې پخپله په يو داسې حالت كې يو نو وواياست چې :

اوس نو په شليدلۍ گريوان څه وكړو ٬

چاته ته مخ ورواړوو اوچاته دا كيسه وكړو ٬

له چاته سره وستل كې شور اوزوږ جوړ كړو ٬

كلى مو سپيره په هديره بدل ٬

نه خيږي دكور له روزانو لوگي ٬

دادغم كدې داستان نو څنگه وي ۔ ؟