کور / تازه خبرونه / ننګرهار: زرګونه محصلينو سولیز لاریون ترسره کړ

ننګرهار: زرګونه محصلينو سولیز لاریون ترسره کړ

د ننګرهار پوهنتون زرګونه محصلينو نن په يو سوليز لاريون لاس پورې کړ. لاريون کوونکو د څه شيبې لپاره د کابل جلال اباد لويه لاره د ترافیکو پرمخ تړلې وه او د امريکايي ځواکونو په خلاف يې شعارونه ورکول. د محصلينو له ډلې يو تن سيد خالد وويل دغه لاريون يې په دې موخه را ایستلی چې دوه ورځې د مخه امریکايي ځواکونو د غزني په يو جومات کې د قران کريم سپکاوی کړی او دوی د یادو ځواکونو دغه ناروا کړنه په کلکه غندي.لاريون کوونکو يو شپږ مادیيز پرېکړه ليک هم خپور کړ چې پکې له افغان دولت او ولسي جرګې غوښتنه شوې چې ددغې کړنې عاملين دې د قانون پنجو ته راکاږي. دوی ګواښ وکړ که ياد ځواکونه د بیا لپاره دغه ډول ناوړه کړنې، خپلسري عمليات، د کورونو تالاشۍ او دبې ګناه خلکو وژنې ونه دروي، نو دوی به يې پر وړاندې هر ډول ګامونه واخلي.