کور / تازه خبرونه / اشرف غني احمدزي په انتخاباتو كي د نه ګډون ګواښ وكړ

اشرف غني احمدزي په انتخاباتو كي د نه ګډون ګواښ وكړ


د افغانستان د ماليې پخوانى وزير پوهاند ډاكټر اشرف غني احمدزى چي د جمهوري رياست را روانو انتخاباتو ته احتمالي كانديد ګڼل كېږي، د ولسمشر حامد كرزي د هغه فرمان په اندېښنه څرګنده كړه، چي وايي د جمهوري رياست انتخابات دي د ثور په مياشت كي ترسره سي.
پوهاند احمدزي د آزادۍ له راډيو سره په مركه كي وويل چي كه انتخابات په را روان پسرلي كي ترسره سي، دى به ګډون پكښي ونكړي.
د نوموړي په وينا حامد كرزي خپلو سيالو كانديدانو ته د انتخاباتي كمپاين وخت ورنكړ او غواړي د يوه ديكتاتور مشر په حيث د خلكو پر حقونو تېرى وكړي.
د افغانستان جمهوررئيس حامد كرزي دوې ورځي دمخه فرمان صادر كړ، چي د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ دي د جمهوري رياست انتخابات د ثور په مياشت كي ترسره سي.
د انتخاباتو كمېسون د كافي پيسو، او امنيت د نستوالي پر اساس پرېكړه كړې، وه چي د انتخابات دي د را روان كال په مني كي ترسره سي، چي په لومړيو كي ولسمشر كرزي هم د انتخاباتو د كمېسون د دغي پرېكړي هركلى وكړ.
خو ښاغلي كرزي وروسته له هغه د اساسي قانون مادې ته مخ كړ، چي مخالفو كانديدانو يې د انتخاباتو د ځنډ په صورت كي له هغه څخه د استعفا او يوه انتقالي حكومت د جوړېدو غوښتنه وكړه.