کور / تازه خبرونه / جنوبي وزيرستان يو ځل بيا بمبار سو

جنوبي وزيرستان يو ځل بيا بمبار سو


د پښتونخوا په قبايلي سيمه جنوبي وزيرستان كي پر يوه كور د بې پيلوټه الوتكو بمبار سوى، چي ځايي اوسېدونكي يې د امريكايانو له خوا بولي.
خبرونه وايي بمبار د مسود قام د يوه خان پر كور سوى، چي ۱۲ كسه پكښي مړه او د لسو په شاوخوا كي كسان يې ټپيان كړي دي.
د پاكستان پوځي مقاماتو دغه هوايي بريد تائېد كړى، او وايي چي د القاعدې درې لوړ پوړي غړي پكښي وژل سوي دي، خو دا يې ونه ويل چي بريد د چا له خوا سوى دئ.