کور / تازه خبرونه / تښتول سوى چارواكى او ساتونكي خوشي سول

تښتول سوى چارواكى او ساتونكي خوشي سول


د پښتونخوا ايالت د سوات طالبانو حسام الدين او د هغه پنځه تښتول سوي ساتونكي تر خپل منځي سلا مشورو وروسته خوشي كړ.
حسام الدين په سوات ولسوالي كي د ايالتي حكومت له خوا د امنيتي چارو مسئول وو، چي پرون ناوخته د مولانا فضل الله د طالبانو له خوا تښتول سوى وو.
د سوات طالبانو تېره اونۍ د خوشحال خان په نوم يو بل پوځي چارواكى هم تېره اونۍ يرغمل كړى وو، چي تر يوې شپې بند وروسته يې خوشي كړ.
د مولانا فضل الله طالبانو له حكومت سره تر دوه كلن جنګ وروسته، دوې اونۍ دمخه د مولانا صوفي محمد په منځكړتوب اوربند وكړ، چي په مقابل كي يې د حكومت له خوا په ملكنډ، سوات او هزاره ډيويژن كي د اسلامي شريعت د تنفيذ ژمنه ورسره وسوه.
د پاكستان د حكومت او مولانا فضل الله ترمنځ د سولي پر تړون، امريكا، ناټو او افغان چارواكو سخته اندېښنه ښودلې او وايي ښايي هلته سوله په افغانستان كي د طالبانو حكومت ضد فعاليت نور هم پياوړى كړي.