تازه خبر: د كوټي په پښين سيمه كې درنه چاودنه شوې

16 | مارچ 2nd, 2009


 پاكستاني رسنو خبر وركړ چې نن غرمه څلور بجي دكوټې په پښين سيمه كې دجمعيت علماء اسلام گوند په يوه غونډه كې درنه چاودنه شوې چې له امله يې ۷ تنه وژل شوي او ۱۲ تنه ژوبل دي، كه څه هم دبريد په اړه بشپړ جزئيات لا تر اوسه نه دي څرگند، خو عيني شاهدان وايې چې دا بريد ځانمرگى وو، دا لومړى ځل دى چې پر كوم مذهبي گوند او هغه هم د فضل الرحمن پر پلويانو دا وړ بريد تر سره كېږي   

Copyright Larawbar 2007-2024