پخوانى شهزداه جمهوري رياست ته كانديد سو

34 | مارچ 2nd, 2009



د افغانستان پخواني شهزاده عبدالعلي سراج د افغانستان جمهوري رياست ته ځان كانديد كړى دئ.
شهزاده عبدالعلي سراج د افغانستان د پخواني پاچا امير حبيب الله خان لمسى او د امير عبدالرحمان خان (فولادي امير) كړوسى دئ.
شهزاده عبدالعلي وايي افغانستان د اميرعبدالرحمان خان په څېر يوه پياوړي مشر ته اړتيا لري چي ولس پر راټول او د طالبانو بغاوت ته د پاى ټكى كښېږدي.
شهزاده عبدالعلي په ۱۹۷۸ كال د كمونيستانو تر كودتا وروسته له كابل څخه ووتئ، چي په ۲۰۰۲ كال د طالبانو تر واكمنۍ وروسته بيرته افغانستان ته راغئ.
د هغه ورنيكه اميرعبدالرحمان خان له ۱۸۸۰ څخه تر ۱۹۰۱ كال پوري په افغانستان كي پاچا وو، چي د افغانستان د يووالي او ارضي تماميت په لاره كي يې د پام وړ كارونه كړي دي، نوموړى د كورنيو بغاوتونو په ځپلو كي كامياب سو او افغانستان يې يو موټى كړ، خو د پاچاهۍ په چارو كي تر ډېره حده ديكتاتور، ظالم او يو بېرحمه انسان ګڼل كېدئ.
د افغانانو له خو پر امير عبدالرحمان خان باندي تر ټولو لويه نيوكه له انګرېزانو سره د ډيورنډ د معاهدې پر سر ده، چي يو افغانستان يې د خپل حكومت د بقا په خاطر له انګرېزانو سره نيم كړ او دا شخړه د ۱۱۶ كالو په تېرېدو اوس هم ناحله پاته ده.
شهزاده عبدالعلي سراج وايي د هغه نيكه يو اتل وو، چي كه دى د افغانستان رئيس جمهور سي د هغه لاره به تعقيب كړي.

Copyright Larawbar 2007-2024