کور / طنز / پوهاند صاحب خو به نه تېر وزي

پوهاند صاحب خو به نه تېر وزي

بلې!

_  پوهاند صاحب زه فريد خبرې کوم، هلئ ژر له کوره راووزئ چې زلزله کېږي

_  څه شی زلزله کېږي! چاويل؟

_ ايساف اعلان کړی دی ، ژر راووزئ چې وخت ډېر کم دی .

  پوهاند صاحب د موبايل له بندولو سره سم خپلې مېرمنې فاطمې ته چې دده څنګ ته ناسته وه او کالي يې اوتو کول وويل : هله فاطمه جانې درمنډه کړه چې زلزله کېږي! له دې سره سم پوهاند صاحب دوې پښې دغه، دوې يې نورې پور کړې او د کور پر دروازه يې ور منډه کړه، کله چې دالېز ته راوه ووت نو چيغه يې کړه : هلئ زلزله کېږي! له دې سره سم يې په زينو کې منډه کړه خو دوې درې زينې لا نه و کښته شوی  چې نوک يې وخوړ او مخ پر کښته داسي پړمخي ولوېد لکه په اوبوکې چې ډايپ وهي، ډېر ژر بيرته راپورته شو او په منډه په زينو کې کښته شو. کله چې له بلاک څخه يو شل ګامه ليري شو نو په لوړ اواز يې نارې کړې : فاطمه جانې څه شوې؟ هله ژر راووزه، اې خلکو ژر راووزئ چې زلزله کېږي! په دې وخت کې فاطمـه هم په منډه راوره سېده، ورپسې نور ګاونډيان هم راکښته شول . په لږ وخت کې د بلاک ټول خلک دباندي راووتل، چا بړستنه پر سر را اخستې، چا يو بکس او چا بيا صندلي را اخستې وه، د وارخطايۍ کار و، د چا چې هر شی لاس ته ورغلی و بس هغه يې را اخستی و. هوا ډېره سړه وه او پر ځمکه يوه لوېشت پرته وه. پوهاند صاحب د فاطمې توره لمن پر سر ټينګه تړلې وه.

پنځه دقيقې لا نه وې تېري شوي چې د شاوخوا بلاکونو خلک هم راکښته شول. داسي غالمغال جوړ شو لکه د ښارو (مينا) بچي چې له ځالي را اخلې . يوه بوډۍ ښځه چې سا يې لنډه لنډه کېده، له يوه درانده بکس سره راورسېده، پر زړه يې لاس نيولی او يوې بلې ښځې ته يې وويل : وۍ خورې که زلزله وشوه نو زما خوبه زاره وچوي، همدا اوس مې د زړه درزا په خپلو غوږو اورم.

يوه بوډۍ ښځه چې له يخنۍ څخه يې لاسونه لړزېدله د موبايل نومره ووهله :

بلې!

_ ملالۍ لورې هله ژر له کوره راووزه چې زلزله کېږي.

_ څه شی زلزله کېږي! چا ويل؟

_ نه يم خبره خوزموږ د بلاکونو ټول خلک راوتلي دي

_ دا به درواغ وي

_ درواغ به څنګه وي، زموږ د بلاکونو ټول خلک راوتلي دي ، ان داچې پوهاند صاحب هم راوتلی دی، پوهاند صاحب خو به نه تېروزي

_ زلزله څه مهال کېږي؟

_ بس دغه نن شپه کېږي، ډېرې پوښتنې مه کوه ژر راووزه! 

يو سړی چې مدير اسلم خان نومېده او يخنۍ رېږداوه، پوهاند صاحب ته ورنژدې شو او ويې ويل :

پوهاند صاحب تاسي خو ډېر معلومات لرئ او تل خبرونه هم اورئ، دا چا وويل چې نن شپه زلزله کېږي؟

_ ايساف اعلان کړی دی.

_ ښه ښه ايساف اعلان کړی دی، نو زموږ دولت خو تر اوسه په دې باب هيڅ هم څه نه دي ويلي

_ زموږ دولت بېچاره د فيل په غوږ کې ويده دی، خو زه د ايساف تر اعلان پنځه دقيقې وروسته دستي خبر شوم، زه فکر کوم چې دولت به  تر اوسه هم نه وي خبر .

_ نو ايساف څنګه خبرېږي چې نن شپه زلزله کېږي؟

_ ايساف خو پر مختللې ټيکنالوژي لري، بيا نو په ايساف کې هغه هېوادونه هم شامل دي چې هلته

   ډېرې زلزلې شوي دي، لکه ترکيه، امريکا او … هغوی په دې باب ډېرې ښې تجربې او

پرمختللي وسايل لري.

_ نو دغه هيوادونه چې د زلزلې په باب دومره پرمخ تللي وسايل لري ولي تر زلزلې د مخه نه خبرېږي چې

    خلک خبر شي او دتلفاتو مخه ونيول شي؟

_ خبرېږي او اعلانونه هم کوي خو ټول خلک يې نه ورسره مني، لکه زموږ خلک چې وايي په دې نو

    ايساف څه خبر دی.

يو سړی چې زلمی نومېده او يو کوچنی يې په غېږکې نيولی او خپله کورتۍ يې پر غوړولې وه، وويل : خدای دي فضل وکړي، دا به څه کوو؟ ته دې خلکو ته وګوره له اکثرو سره يې نه بړستنه شته او نه کمپله، يوازي په هماغو دريشيو کې راوتلي دي، که په دې سړه هوا کې تر سهاره پاته شو نو يخني به مو مړه کړي، موږ خو لاخير دا کوچنيان به څه کوو؟ يو سړی چې خندا ورتله او پرخوله يې لاس نيولی و، زلمي ته ورنژدې شو او په غوږ کې يې ورته وويل : مدير صاحب بخښنه غواړم، بده خبره هم ده چې درته وايم، داپطلون دي ماته داسي ښکاري لکه چپه چې دي اغوستی وي.

هيچا زړه نه شوای کولای چې کور ته ولاړ شي، کله چې به چا له ځايه حرکت کاوه نو داسي به په تکليف و تا چې ويل په آب ګيره کې خېژي. فاطمې پوهاند صاحب ته وويل چې زه به په منډه يو ځل کورته ولاړه شم، پيسې او خپل زر به راواخلم . پوهاند صاحب يې غوږ ته خوله ورنژدې کړه او په  ناز يې ورته وويل : ګراني ماته ستا ژوند زموږ  تر ټولې شتمنۍ مهم دی، ماته نه ګورې چې خپل د ډوکټورا بری ليک، مډالونه، کتابونه او ليکچرنوټونه مې ټوله پرېښوول او يوازي مې خپل سر را وايست، خو ته په پيسو پسې ځان په لوی لاس د بلا په خوله کې ورکوې؟ موږ خو لږ پيسې نه لرو چې ته داسي وارخطايې، خو فاطمې پر خپله خبره ټينګار کاوه، ويل خيردی ژر بيرته راځم. فاطمه چې کورته روانه شوه نو پوهاند صاحب هم د شا له خوا په نيولو ګامونو ورپسې روان شو خو بڼه يې داسي لوتې وه داچې ويل ځانمرګی بريد کوي. کله چې به يې څلور پنځه ګامه واخستل نو و به ودرېد، ويل ګرانې ته ودرېږه لکه چې زلزله شروع شوه. کله چې کور ته ورسېدل نو لومړی سالون ته ورننوتل، ګوري ټلويزيون لا هماغسي چالان دی چې په دې وخت کې د ټلوېزيون له لارې دا اعلان خپور شو :  هغه کابل  ښاريان چې د زلزلې له ډاره يې خپل کورونه پرې ايښي، بيرته دي خپلو کورونو ته راستانه شي، ځکه دغه اوازه په بشپړ ډول ناسمه او د يوې ډلې حرفوي غلو دسيسه ده . ددې دسيسې په نتيجه کې غلو څو کورونه لوټ کړي، خو له نېکه مرغه چې پوليس په دغه دسيسه خبر او ددې ډلې دوه تنه غله يې نيولي دي . دغو دوو تنو غلو اقرار کړی چې دا کار يې ددې لپاره کړی چې خلک خپل کورونه پرېږدي او دوی په اسانۍ سره د خلکو له کورونو څخه غلاوي وکړي .

ددې اعلان په اورېدو سره فاطمې په وارخطايۍ د المارۍ خواته ورمنډه کړه، ګوري چې د المارۍ دروازه خلاصه ده، په المارۍ کې چې يې وکتل نو يوه لويه چيغه يې تر خوله ووته : هله پوهاند صاحب راشه چې خاورې مې پر سر شوې! غلو خو ټولې پيسې او زر وړي دي .