ايا ځيني رسني افغانان سپکوي که يي درنوي ؟؟؟

د لراوبر اداره | مارچ 3rd, 2009


کله چي دانترنيت شبکي وغوړيدي خلګ خوشحاله سوه چي اوس نړي سره نږدي سوه . اوس خلګ کولاي سي په ډيراساني اړيکي سره ټنګي کړي ، اويوتربله له حالاتونه خبرسي . علم اوپوهي ته مخه وکړي . دنوي عصرتخينګ اوتکنالوجي سره ځان برابرکړي ددي لاري ادب زده کړي ، اخلاق زده کړي ، علمي اومسلکي مالومات ترلاسه کړي ، په هيواد کي دقلم اودبيان دازادي پروسه پياوړي کړي ، دوطن مينه سره شريکه کړي ، خپل دردونه اومشکلات سره شريک کړي ، دهغوي دحل لاري يوبل ته وړاندي کړي ،مطبوعات دخلګوملاتړترلاسه کړي خلګ دقلم اوبيان داذادي ترسيوري لاندي خپل سرنويشت په هکله معقول فکروکړي .

خصوصا دافغانستان راتلونکي نسل ، اوسني ځوانان اوحتي سپين ږيري . ترځووکولاي سو ددي لاري ځان اوخپل ولس له ناخوالواوحقايقونه خبرکړي اوحتي په ځينوکاروکي ددولتي چارواکوسره مرسته وکړودوي ته هغه ځه ورپه ګوته کړوچي تري ناخبره وي همداسي نوري دډيري ټولينزي ښګڼي دټولني مخ ته راباسو .

ولي له بده مرغه کله چي زه ځيني سايتونه اوپه هغه کي ځنيي ليکني ګورم اويا دهغوليکنوپه هکله دځينوبي مسوليته اوبي خبره کسانوتبصيري چي اکثره يي دادبي ،دعلمي، داخلاقي پلوه ډيربي باکه، ډيري بي ادبه ،ډيري سپکي ډيري بي مطلبه وي يوبل ته سپکاوي کول ،يوپربل تهمت ويل، يوپربل ته ه بد ويل يوبل پسي سپکي سپوري ليکل خصوصا دځينوسايتوځينوبرخوته چي سړي ولاړسي هلته وګوري چي داسي ليکني اوداسي تبصير ي ګوري چي دسړي زړه له دي جريانه توروي زه فکرکوم چي موږ ددي پرځاي چي دولس سره مرسته وکړو ولس ته خدمت وکړو ولس دوخت دغوښتونواودوخت دحالاتونه خبرکړود هغوي پام درسينودخدمت خواته ، درسينوسره دکمک خواته راواړو، دهغوي زړه له ويلواولوستلوورتوره و- دهغوي وخت ضايع کوو دهغوي سره جفا کوو موږپه حقيقت کي ددي پرځاي چي خپل ځوان نسل يودبل احترام يودبل دعزت اوشرافت کلتورورزده کړو هغوي ته دوطن ملي احساس دخپل تاريخ اهميت وروښيو هغوي ته داسلام دخپلوخلګو مشرانوکشرانو، اومړواوزوندقدروروښيوپه حقيقت کي ځيني تنکي ځوانانوته دداسي بي باکه ليکونواويوبل ته دبد رد ويلوکلتورپه لمن کي ورغورځوو چي دابد دپاره افغاني کرامت ، دافغانانودروند والي ، عزت اوپت ته زيان رسو په پښتوکي يومتل دي وايي ( په درنودروند په سپکوسپک )زه چي اوسني حالاتوته ګورم دد ي پرځاي چي موږخپل خلګ درانه کړو سپک به يي کړو زماپه خيال دااوسني درسينوبهيرددي پرځاي چي خلګ سره نږدي کړي سره ليري به يي کړي .

ددي پرځاي چي يوموټي يي کړي ټوټي به يي کړي ،مثلا که يو کس په يوه کارکي خيانت کوي موږ هغه ته ددي پرځاي چي په معقولواوحقيقي دلايلوهغه ځان ته اوخلګ دده کړووړوته متوجه کړوپه هغه پسي داسي ځه ليکوچي دقلم دعفت او دشرافت نه بهروي ،په داسي حال کي چي افغانان ډيردرانه خلګ دي ډيردعزت شوقيان دي اوډيروټولينزو ښيګڼوډک کلتورلري ډير دروند اوباادبه دين لري ، اوکه ددوي تاريخي قرباني په غوروځيړل سي اکثريت سرښندني دوي پرخپل پت اوعزت ورکړي دي چي دډيرنړي سره نه سي مقايسه کيداي خوزه چي اکثره ليکني ګورم زموږددغه وياړلي دودپه خلاف وي داکثروليکني دعقدوپه اساس اکثرمقالي دخپلوشخصي ګټوپه اساس، اکثره مضمونونه دځان دنوم ايستلودپاره اکثرمالومات ددرواغوپه اسا س خبروو اکثره خبرونه دچاپلوسي په ستنوولاړوي چي داکاردداسي يوه درانه دداسي يوه باکلتوره ، يوه باادبه ملت سره جفاده اعتراض هم خپل ځاي لري اوبدويل دانتقادسره ډير فرق لري په اکثروکوروکي مشران انترنبت نه پريږدي وايي چي ځه به تري زده کړي يوبل ته به ښکنځل اوسپکول زده کوي -حتي ډير پوهان خلګ کوښښ کوي انترنيت کورته نه راولي ځوک په مشرانوپسي بدوايي ځوک يودبل په مړو په سي بدوايي :

جناب حضرت عمرفاروق فرمايي !چي ځوک پخپلوتيروپسي بدوايي هغه ملت به په داسي ناروغيواخته کيږي چي درمان به مشکل وي چي دهغونه يي يوهم داسي بي اعتمادي ښودلي ده چي زوي به په پلاراوپلاربه په زوي باورنه لري -قاتل اومقتول به دواړه دوزخ ته ځي – پيسي به يي بي ترامباربي ارزښته وي – قاضيان به زيات رشوت خوره وي – ګراني به دومره زياته وي چي خلګ به له خپلواولادونه تنګ وي – همشه به پاچا ګردي وي – داسي وچ کالي به وي چي خلګ به په ځان پوري حيران وي کله ناکله چي زه په لراوبرافغانستان يا دټول افغان دتبصيروپه برخه کي ځني لکيني ګورم زه حيران سم چي دازموږ دروشنفکرنسل حال دي ،دازموږ دسياسي خلګو ليکني دي، دازموږ دوطن جوړونکي نسل ادب دي ،ددي وطن پرراتلونکي نسل مي ډيرافسوس راغلي نړي هم اخبارونه لري نړي انترنيت لري اوډيرښه مطبوعات لري خوماچي ترکومه ځايه کتلي دي دومره دبي باکي مي هم چيري نه دي ليدلي اوزه فکرکوم چي دادسپکاوي دود داددرواغوترونودودوزموږخپل نه دي داديولړمغرضوخارجي استخباراتي شبکوکاردي –

يورسني اويوسايت په حقيقت کي ديوه پياوړي اخباريايوي راديو اوتلويزون حثيت لري هرځومره چي په هغوکي مضامين خوندوراودعلمه اوعزته ډک وي دهغوي قدراوشوقيان هم دومره زيات وي . ځکه نوزما وړانديزدپښتورسينومشرانوته دادي چي په دي خاطرچي داپروسه نوي ده اوزموږ ډيرخلګ اوس ددي مسلي په اهميت ډيرلږپوهيږي چي موږځه ليکو خپلي ټولني ته زيان رسوکه ګټه ؟ بايد مسولين دهرليحاظه دي خبري ته متوجه وي چي دداسي ليکنومخه ونيسي خصوصا داتبصيروجريان هسي دخپلوخلګوسپکول اوبي عزته کول دي په دي ډول نه وطن اباديږي ، نه اتفاق راځي نه حقيقت رامخ ته کيږي اونه دولت اصلاح کيږي اونه ټولنه سمي لاري ته ځي په حقيقت کي خپله لمن پرشااړول اوخپل ځان اوولس ونړي ته بي ادبه بي علمه بي کلتوره بي عزته معرفي کول دي – وسلام

Copyright Larawbar 2007-2024