کور / سياسي / شپږ لکه کسيزه فوځ په ګونډو شو

شپږ لکه کسيزه فوځ په ګونډو شو

له ډيرې مودې راهيسې د ځايي طالبانو او پاکستاني فوځيانو ترمنځ د جګړو له امله د سوات ډير بې ګناه خلک ووژل شول ، ښوونځي يې وسوځول او د سوات دره د جکړې په ډګربدله شوه په دې وروستيو کې د پاکستان دولت په ملاکنډ ايجنسۍ او سوات کې محلي طالبانو غوښتنوته غاړه کيښوده او دايې ومنله چې په ملاکنډ کې اسلامي شرعيت نافذ شي ، محلي طالبانو هم له جګړې لاس واخيسته مګر د حيرانتيا خبره خو داده چې دولت ددومره فوځ او امکاناتو په درلودلو سره څنګه دې ته اړ شو چې د يوې کوچنۍ علاقې دباغيانو په وړاندې د تسليم سر ټيټ کړي او د هغوی وړانديزونه ومني او دا په داسې حال کې دي چې د پاکستان صدر اعظم يوسف رضا ګيلاني د سوات د طالبانو د ختمولو له پاره د خدای په نامه سوګند ياد کړي ؤ په سوات کې د محلي طالبانو مشر ملا فضل الله هم په خپل دريخ کې360 درجې بدلون راوست او اعلان يې وکړ چې مونږ په سوات کې د انجونو د تعليم سره کوم مخالفت نلرو دوی کولای شي ښوونځيو ته ولاړې شي او زده کړې وکړي .


دومره بدلونونه خو په تصادفي توګه نشي رامنځ ته کيدای نو که لږ ځير شو جوته به شي چې دا د پاکستان د استخباراتي کړيو او فوځي واکمنانو او د جعلي ملايانو خطر ناکه لوبه ده چې غواړي له يو پلوه په پښتونخوا کې طالبان غښتلي کړي او بې ګناه پښتانه پرې لمينځه يوسي ، نړيوالوته طالبان د يو قوي ځواک په توګه وروپيژني او بيا ددوی سره د جکړې په پلمه مالي مرستې تر لاسه کړي او له بلې خوا دوی که هر وخت وغواړي له خپلو دغو غلامانو څخه په افغانستان کې د بې ثباتۍ په رامنځته کولو او تخريبي فعاليتونوپه تر سره کولو کې ګټه واخلي چې بيلګې يې ټول خلک په خپلو سترګو ويني او سپيناوي ته اړتيا نشته.


د پاکستان دولت به د اي اس اي په لارښوونه ډير ژر په باجوړ ايجنسۍ کې هم طالبانو ته په يوچل او بهانه د واک واګی ورکړي ځکه د پاکستان ددولت او د طالبانو تر منځ منځګړی مولوي صوفي محمد د سوات د طالبانو د مشر (ملا فضل الله ) خسراو د باجوړ د طالبانو مشر دی او د پاکستان د استخباراتي کړيو همراز ګڼل کيږي او ددې کار له امله به يو څه امتياز ده ته هم ورکول کيږي ، ښايي صوفي محمد ته امتياز ورکړ شي او د طالبانو ترمنځ سوله وشي بيانو د سوات د هغو بې ګناه پښتنو د درپه درۍ مسول څوک دی چې خپل ژوند ، کورنۍ ، بچيان يې له لاسه ورکړل او دې ته اړ شول چې له خپلو سيمو څخه کډه وکړه اود مهاجرينو په پخوانيو کمپونو کې د مجبورۍ ژوند تيروي .


د پښتونخوا ټول قامونه دې د پاکستان د استخباراتي کړيو او په پيسو مينو دين پلورونکو ملايانو پلانونو ته ځير شي ځکه دوی غواړي چې په يوه غشي دوه ښکاره وکړي له يوې خوا ترهګرو سره په جګړه کې ځان ژمن ګڼي او له بلې خوا د مظلومو خلکو د قاتلانواو نړيوالو ترهګرو  سره روغه جوړه کوي تر څو له دغو تش په نامه طالبانو څخه  د افغانو د وژلو له پاره چې هر وخت وغواړي ګټه واخلي لکه څنګه چې اوس ترې ګټه اخلي .


او که داسې نه وي نو ايا د يو سليم عقل خاوند به داخبره ومني چې د سوات طالبان دومره پياوړي دي چې د پاکستان 600000 فوځ يې په ګونډو کړ؟







لشکر طيبه او لشکر اسلام د یوې سکې دوه مخونه


قیس ارغندی وال


د ډيورنډ پر کرښه کرمه ، مومند او خيبر (چې د ترهګرو د روزنې او سمبالښت ډاډمن پټنځايونه دي) زمونږ د هيواد ختيځو سيموته نږدې پرتې ايجنسۍ دي.


له همدغو سيمو د حافظ محمد سعيد او منګل باغ په مشرۍ د لشکر طيبه او لشکر اسلام د بنسټ پالو ډلو لخوا روزل شوي ترهګر د انسان وژنې په خاطر افغانستان ته او په ځانګړې توګه د ختيځوولايتونو ته استول کيږي، ددغو دوه بنسټ پالو ډولو بنسټ د ISI د استخباراتي سازمان لخوا د ځانګړو هدفونو له پاره کيښودل شوی ، د حافظ محمد سعيد په مشرۍ لشکر طيبه هغه ډله ده چې د طالبانو په پنځه کلنه توره دوره کې زمونږ د هيواد د اقتصادي بنسټ په لمنځه وړلو ، د هيوادوالو په منځ کې د قومي ، مذهبي او ژبنيزو توپيرونو په رامنځته کولو او د بې ګناه خلکو په وژلو کې يې له طالبانو سره اوږه په اوږه برخه اخيسته ، داچې دغې ډلې زمونږ په هيواد کې په ډيرو ترهګريزو او تخريبي فعاليتونو کې پراخه ونډه درلوده نو د سپتمبر د يوولسمې له پيښې څخه وروسته لشکر طيبه د نړيوالې ټولنې لخوا د يو تروريستي سازمان په توګه وپيژندل شو او په همدغه کال کې د نړيوالو په سترګو کې د خاورې اچولوپه خاطر د پرويز مشرف لخوا منحل اعلان شو مګر له غيږې څخه يې د حافظ محمد سعيد تر مشرۍ د جماعت الدعوه خيريه سازمان په نامه يو بل تروريستي سازمان وزيږيده او خپلو ګاونډيو هيوادونو کې يې خپلو تروريستي کړنو ته دوام ورکړ.


د تروريستي سازمانونو په لست کې د لشکر طيبه د نوم ليکلو او پر پاکستان باندې د نړيوالو ځواکونو تر فشار وروسته ددغې ډلې ډيري انسان وژونکي غړي افغانستان ته راغلل او تر اخره پورې د طالبانو او القاعدې تروريستي شبکې سره په ترهګريزو کړنو کې فعاله ونډه درلوده .


د طالبانو له ماتې څخه وروسته لشکر طيبه له طالبانو او القاعدې سره يو ځای له افغانستان څخه وتښتيدل او د پاکستان په سرحدي سيمو کې يې نظامي کمپونه او د ترهګرو روزنيز سنټرونه جوړ کړل ، له همدغه ځايونو څخه زمونږ هيواد په ځانګړې توګه د ننګرهار ، کونړ ، پکتيا او خوست ولايتونو ته ترهګر استول کيږي.


لشکر طيبه چې مرکز يې د پاکستان په پنجاب کې ده او په دې خاطر چې په خپلو تروريستي کړنو پرده واچوي د جماعت الدعوه د خيريه سازمان تر پوښښ لاندې په هند او افغانستان کې تخريبي او تروريستي کړنې ترسره کوي او په يوه لويه مدرسه کې په زرګونه ترهګرتر روزنې لاندې لري او ددې ترڅنګ يې په صوبه سرحد ، بلوچستان ، او پنجاب کې 72 نورې مدرسې ددينې او مذهبې زده کرو په نامه جوړې کړې چې په حقيقت کې په همدغو مدرسو کې زده کوونکو ته تروريستي ، تخريبي ، ځانمرګو بريدونو ، بمي چاودنو او د ډول ډول اسلحو د استعالو زده کړه او ټريننګ ورکول کيږي او بيا د انسان وژنې او ترهګريزو کړنو ترسره کولو په خاطر افغانستان ته استول کيږي چې د افغانستان په ګوټ ګوټ په ځانګړې توګه په دې وروستيو کې د ننګرهار په ولايت کې نيول شوي ترهګران د لشکر طيبه اصلي څيره بربنډه وي .