د ناټو ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته

د لراوبر اداره | مارچ 8th, 2009


لراوبر ته د ناټو لخوا په تازه رسېدلې خبرپاڼه کي ويل سوي چي د افغانستان په ختيځ کې ځاى پر ځاى شوي ماين چاودېدلو له امله د آيساف سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته .


په خبرپاڼه کي ويل سوي چي نن د افغانستان په ختيځ کې د نړيوال ګډ سوله ساتو او ائتلاف ځوکونو موټر د يو ځاى پر ځاى شوي ماين سره مخ شو، چى د ماين د چاودېدلو له امله د آيساف يو سرتېرى ومړ او دوه نور سرتېري يې ټپيان شول.


د آيساف وياند بريد جنرال ريچارد بلانشيت پېښه تایید کړې ، خبرپاڼي د تل په شان د ژوبل سوو او وژل سوو سرتېرو هويت پټ ساتلی .



 

Copyright Larawbar 2007-2024