څوک بايد محاکمه سي، اسرائيلي جنايت کاران که د سوډان جمهور رئيس؟
په بروکسل کښي د اروپا د اسلامي سازمانو اتحاديې د لاهې د نړۍ والي جنايي محکمې پر دغه پرېکړه باندي چي د سوډان جمهور رئيس عمر البشیر يې په دارفور کي د جنګي جنايتونو په تور محکوم کړی او دهغه د نيولو حکم يې صادر کړی دی، کلکه نيوکه کړېده .
په هغه بيانيه کي چي د دغي اتحاديې لخوا خپره سوېده د لاهې د محکمې پر دغه جانبدارانه پريکړي باندي سخت انتقاد سوی او هغه يې يو دوه مخی سياست او د يوه بام او دوو هواو پر معيار يې ارزولی دی . په بيانيه کي ويل کيږي چي موږ ددې تمه درلوده چي په نړۍ کي د عدالت خواخوږو او د لاهې محکمې بايد اسرائيلي جنګي جنايت کاران و محکمې ته را کش کړي وای نه د سوډان جمهور رئيس !
په بيانيه کي ويل کيږي چي دا پوښتنه په ډير شدت سره پر خپل ځای پاتې ده چي د لاهې محکمې ولي د غزې په تراډه کي د اسرائيلو د وحشتناکه جناياتو په هکله دعدالت او د بشر د حقوقو د تحقق او ساتني ږغ را پورته نکړ ؟
په اروپا کي د اسلامي سازمانو اتحاديې په خپله بيانيه کي وايي او د لاهې د قاضيانو څخه دا پوښتنه کوي چي د هغوی له نظره آيا عمر البشير ګوناکاره دی او که اسرائيلي چارواکي لکه «تریپی لیونی»، «ایهود بارک»، «ایهود اولمرت» او «شیمون پرز»، چي د غزې د ۲۲ ورځنۍ جګړې په جريان کي يې لويه انساني تراژيدي را مينځته کړه ؟ آيا تاسو قاضيان پخپله ددې جنايت شاهدان نه واست؟
زېری – کابل |