زلمی خليلزاد د جمهوري رياست د پاره ځان کانديدوي
په افغانستان او ملګرو ملتونو کي کي د امرکې پخوانی سفير زلمی خليلزاد د يو شمېر ليدنو کتنو په نيت نن افغانستان ته ورسېد ، نوموړی به د ولسمشر کرزي او دولت د لوړ پوړو چارواکو تر ليدلو وروسته د سياسي ، فرهنګي ، قومي او جهادي شخصيتونو سره ليده کاته وکړي ،د يوې باوري منابع د معلوماتو له مخي زلمی خليلزاد د افغانستان د راتلونکو ټولټاکنو د پاره د کانديد په توګه خپل نوم ثبت کړي او د ملي جبهې د چارواکو په ګډون به د نورو کانديدانو او بانفوذو کسانو څخه د ملاتړ غوښتنه وکړي ، ټاکل سوې ده چي نوموړی به د شنبې او يکشنبې په ورځو د عرب متحده اماراتو په تجارتي ښار دوبی کي له يو شمېر کانديدانو او جهادي شخصيتونو سره د افغانستان د ستونزي او راتلونکو انتخاباتو په اړه په يوه غونډه کي خبري اتري وکړي .
د کاروپوهانو په نظر ښايي زلمی خليلزاد د افغانستان د جمهوري رياست د پاره ټولټاکنو کي د امريکاد اوسنۍ ادارې د پاره د پام وړ کانديد اوسي او له دې امله له نورو ټولو کانديدانو ميدان وګټي . دا په داسي حال کي ده چي خليلزاد په رسمي توګه د ځان د کانديداتورۍ په اړه څه نه دي ويلي .