خوست : ايساف شپاړس مشكوك كسان نيولي دي

د لراوبر اداره | مارچ 18th, 2009


د ولايت يولوړرتبه مقام نن 18\3\2009لراوبرته وويل : تېره شپه دايساف قواوودخوست ولايت دلغړپيران په كلي كي شپاړس تنه ددولت دمخالفينوسره داړيكوپه تورونيول .

هغه وويل : ايتلافي ځواكونولومړى دڅلوروكورونودروازې په راكټونووويشتلې اوبيا يې تلاشۍ پكښي پيل كړې چي په ترځ كي يې ددې كورونوشپاړس كسه  دطالبانوسره دتړاوپه شك ونيول اودځانونوسره يې  خپلومركزونوته بوتلل.

ايساف هم په يوې اعلاميې كي پورته نيوني تايدوي اووايې :دنيول سووافرادوڅخه تحقيقات روان دي اودپلټنوڅخه وروسته به يې دبند اوخوشي كېدوتصميم نيول كيږي .

Copyright Larawbar 2007-2024