حميدزاده: كه ستره محكمه پرېكړه ونكړي، لويه جرګه راغواړو
د افغانستان د جمهور رياست نطاق همايون حميدزاده وايي كه د جوزا له لومړۍ نېټې څخه د ولسمشر حامد كرزي د واك په اړه ستره محكمه پرېكړه ونكړي، د افغانستان حكومت به لويه جرګه راوغواړي او د اسد تر انتخاباتو پوري به د حامد كرزي د واك غزولو او استعفاء په اړه پرېكړه وكړي .
د اساسي قانون له مخي د افغان ولسمشر واك د روان كال د جوزا پر لومړۍ نېټه پاى ته رسېږي، خو دا چي انتخابات ځنډېدلي دي، د افغانستان د ولسمشر او د هغه د مخالفينو ترمنځ يې غټه ستونزه راپورته كړې ده.