دنوښار پوليسو د باجوړ پر بې كوره خلكو ډزي كړي،۱مړ۸ټپيان
خان زمان کاکړ
د نوښار د پوليسو له خوا دباجوړ پر بې كوره خلكو د ډزو له امله يو تن مړ او اته نور ټپيان سوي دي
د مالوماتو له مخي د جلوزئ په كېمپ كې مېشتو د باجوړ بې كوره خلكو د مرستو د نيشتوالي پر ضد احتجاجي مظاهره كړې او د پوليسو له خوا پر لكړي اورول سوي او اوښكي بهونكى ګېس پرې غورځول سوى دى
د پوليسو د دې عمل په نتيجه كې مظاهرين په قهر سوي او پر پوليسو يې ډبري غورځولي چې د پوليسو له اړخه يې ځواب په مرميو وركړل سوى دى
د دغې پېښي پايله دا ګرځېدلې چې د خپلي بې كوره كورنۍ دپاره د مرستې يوه غوښتونكي خپل ژوند له لاسه وركړى او اته نور ټپيان سوي دي
له ټپيانو څخه د دوو روغتيايي وضعه د اندېښنې وړ ښودل سوې او بلي خوا بياقهرجنو مظاهرينو د پوليسو درې تنه يرغمال كړي دي
په دغه پېښه كې د ډبرو غورځونې له امله يو شمېر موټرانو ته زيان اوښتى او لاره د ټرېفك پر مخ بنده سوې ده