امريكا: حامد كرزى تر انتخاباتو د واكمنۍ حق لري

34 | مارچ 26th, 2009



په كابل كي د امريكا سفير ويليام ووډ وايي ولسمشركرزى حق لري چي تر انتخاباتو پوري پر واكمنۍ پاته سي.
آزادۍ راډيو وايي ويليام ووډ د آريانا ټلوېزون سره په يوه ځانګړې مركه كي ويلي چي دى باور لري چي د افغانستان د اساسي قانون له مخي ولسمشر حامد كرزى د نوي ولسمشر تر ټاكل كېدو پوري د واكمنۍ حق لري او د واك د خلا اندېښنې بېځايه دي.
د افغانستان انتخابات چي بايد د ۱۳۸۸ په پسرلي كي ترسره سوي واى، د ځينو ستونزو له امله وځنډول سول، چي له مخي يې د ولسمشر حامد كرزي د حكومت مشروعيت له ګواښ سره مخ كړ.
د حامد كرزي مخالفين وايي چي ولسمشر د جوزا تر لومړۍ وروسته بايد له واكه لاس واخلي او ځاى يوه موقت حكومت پرېږدي.
بلي خواته افغان ولسمشر وايي پورتنۍ موضوع يې ستري محكمې ته وړاندي كړې ده، كه يې اواره نكړي د ستونزي د له منځه وړلو په خاطر به لويه جرګه راوغواړي.

Copyright Larawbar 2007-2024