روسيه د شانګهاى كنفرانس ته خوشبينه ده

34 | مارچ 26th, 2009



د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګې ايوانوف د شانګهاى د كنفرانس تر پيلېدو دمخه لا هيله ښودلې چي دغه كنفرانس به د افغانستان پر ثبات او مثبت تاثير وكړي.
د شانګهاى كنفرانس د جمعې په ورځ چي د مارچ ۲۷ – مه نېټه كېږي، د روسيې په پلازمېنه ماسكو كي جوړېږي.
په دې كنفرانس كي د شانګهاى پر غړو استازو سربېره د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بانكي مون، د اروپا او امريكا لوړ پوړي چارواكي هم ګډون كوي.
د كنفرانس موضوع په افغانستان كي ثبات، له تروريزم او نشيي موادو سره مبارزه او پر ګاونډيو هيوداونو د افغانستان د بې ثباتۍ تاثير په ګوته سوي دي، چي د ګډونكوونكو له خوا به بحثونه پر وسي.

Copyright Larawbar 2007-2024