پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د هلمند ولايت په نهرسراج ولسوالي كي د طالبانو په يوه بريد كي نهه پوليس وژل سوي دي.
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي طالبانو د پوليسو پر يوه امنيتي پوسته د شپې بريد كړى چي پورتنۍ مړېنه يې رامنځته كړې ده.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي طالبانو د دې پوستې ټول پوليس وژلي، وسلې او سامان يې له ځانه سره وړى او پوسته يې په بمونو الوزولې ده.
بلي خواته د غزني په ولايت كي هم د طالبانو په يوه بريد كي د شپږو پوليسو د ټپي كېدو خبر وكړل سوى دئ.
د غزني د پوليسو يوه چاواكي اقبال ګل څپاند د اسوشيېټيډ پريس آژانس ته ويلي چي د طالبانو سره په جګړه كي يې د هغوى څلور جنګيالي وژلي او شپږ پوليس ټيان سوي دي.