شاهي سمندري پوځيانو د ۱۳۰ طالبانو د وژلو ادعا وكړه
د برتانيې سمندري پوځيانو د هلمند په ولايت كي د ۱۳۰ طالب بنديانو د وژلو خبر وركړ.
برتانوي پوځيان وايي په دغو عملياتو كي چي د هلمند په مارجې ولسوالي كي درې ورځي ترسره سول، شپږ سوو شاهي سمندري پوځيانو برخه اخيسته وه.
د هلمند ولايت په مارجه ولسوالي كي له دوو اونيو راهيسي د افغان، ايتلافي ځواكونو او طالبانو ترمنځ جنګونه روان دي، چي له امله يې د ولسوالۍ خلګ له خورا ډېرو ستونزو سره مخ كړي دي.
د اونۍ په پيل كي د مارجې ولسوالي اوسېدونكو د آزادۍ راډيو ته په خبرو كي وويل چي د برتانوي پوځيانو د بمباريو او ټكانو له بېري له كورونو څخه نه سي راوتلاى.
دا چي په ولسوالي كي اوس هم جنګ روان دئ، د ملكي كسانو د مرګ ژوبلي په باب معلومات نه ترلاسه كېږي.