په افغانستان کي دکوکناروکښت۴۰ واره زيات سوی دی

د لراوبر اداره | مارچ 26th, 2009



دروسيې د مخدره موادو د فدرالي سازمان رئيس ويکټور ايوانف  ويلي دي چي په افغانستان کي د ناټويي   هيوادو د حضور په وخت کي د کوکنارو کښت  څلوېښت  ځله  زيات سوی دی .


ايوانف دغه خبره د سه شنبې په ورځ د مسکو په هغه غونډه کي وکړه چي د جمعي امنيت د پيمان  غړو هيوادودمخدره موادو سره د مبارزې د سازمانو د ريسانو لخوا جوړه سوې وه . نوموړي زياته کړه چي په افغانستاندکي د ناټو د ځواکو په موجوديت کي  د ټولي  نړۍ  په سلو کي ۹۳ ترياک  په افغانستان کي کرل کيږي .


دغه روسي مقام وايي چي په افغانستان کي د مخدره موادو د قاچاق  ټولي برنامې د ترياکو د کښت په شمول د ماتي سره مخامخ سوي دي . هغه وايي چي ناټو بايد دېته اړ ايستل سي چي د کوکنارو کروندې او د ترياکو لوی ګدامونه  له مينځه يوسي .
په دغه غونډه کي چي د روسيې، بلاروس، قزاقستان، قرغيزستان، تاجيکستان، ازبکستان او ارمنستان هيوادو لخوا جوړه سوې وه د نوموړي هيوادو د مخدره موادو  دقاچاق سره د مبارزې د سازمانو رئيسانو ګډون کړی وو .

Copyright Larawbar 2007-2024