ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | مارچ 28th, 2009


د ویسا خپلواکي ورځپاڼي د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کي د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د نوي ستراتیژۍ اعلان ته په اشاري لیکلي دي چي ددغي ستراتیژۍ له مخي  د افغانستان او پاکستان لپاره د تماس نوي دله جوړیږي چي د سیمي هیوادونه به هم پکي شامل وي.

ویسا پخپله سرمقاله کي هم په همدي مسلي تبصره کړي او لیکلي دي چي د امریکا نوي ستراتیژۍ ښه ټکي لري خو د ورځپاڼي په وینا له افغان حکومت سره همغږۍ ته اړتیا ده څو دا ستراتیژۍ په سمه توګه پلي شي.

ورځپاڼي په یو جلا مطلب کي د امریکايي چارواکو په حواله  لیکلي دي چي د آي ایس آي ځیني عناصر په مستقیمه توګه له طالبانو سره مرسته کوي.

ورځپاڼي د موضوع په دوام لیکلي دي چي د آي ایس اي دا عناصر له طالب مشرانو سره لیده کاته کوي چي له انتخاباتو مخکي حملي تنظیم کړي.


د هیواد دولتي ورځپاڼي هیله څرګنده کړي چي د افغانستان په اړه د امریکا لخوا اعلان شوي نوي ستراتیژۍ له افغان حکومت سره په نږدي هم غږۍ کي پلي شي.

ورخپاڼي د موضوع په دوام پخپله تبصره کي  لیکلي دي چي ددي ستراتیژۍ اساسي برخه باید داسي پلي شي چي وکولي شي افغانستان پخپلو پښو ودروي. امنیت ټینګ شي او اقتصادي وده رامنځ ته شي.


د ارادي خپلواکي ورځپاڼي هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د افغانستان لپاره د امریکا نوي ستراتیژۍ ته ځانګړي کړي خو هغه يي د اوباما افسانوي ستراتیژۍ بللي ده.

ورخباڼي د موضوع په دوام لیکلي دي چي له وسلوالو مخالفینو سره خبري او  په پاکستان کي دننه د ترورستي اډو له منځه وړل ددي ستراتیژۍ هغه برخي دي چي عملي کول یي ستونزمن بریښې.

ورځپاڼي په یو جلا مطلب کي د یو افغان لیکوال او ژورنالسټ په حواله لیکلي دي چي په افغانستان کي د امریکا پوځي تګ لاره بي نتیجي ده.

ورځپاڼي پخپله سرمقاله کي د مسکو غونډه څیړلي خو لیکلي دي چي ایا روسي چارواکو ددوي به وړاندي د افغانانو اتلولۍ هیري کړي چي بیا د افغانستان په کورنیو چارو کي لاس وهنه کوي.


د افغانستان ټایمز انګلسي ژبي خپلواکي ورځپاڼي هم پخپله سرمقاله کي د افغانستان په اړه د امریکا نوي ستراتیژۍ ته په اشاري چي پکي افغانستان ته د نورو امریکايي سرتیرو استول هم په پام کي نیول شوي. لیکلي دي چي په افغانستان کي ثبات یوازي د بهرنیو ځواکونو په زیاتولو سره نه ټینګیږي.

ورځپاڼي د موضوع په دوام لیکلي دي چي افغانستان د اوږد مهاله ثبات لپاره خپلو سرتیرو او پولیسو ته اړتیا لري.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم تر ډیره د امریکا په نوي ستراتیژۍ بحث کړي او پدي اړه يي خپل نظرونه څرګند کړیدي.

انیس هم د امریکا د نوي ستراتیژۍ ځیني مهمي  برخي خپري کړي چي پکي د افغانستان اقتصادي ودي او د افغان ځواکونو روزلو او سمبالولو ته اشاره شوې.

خو اصلاح بیا د افغان ولس مشر او د هغه د امریکايي سیال بارک اوباما په هغو ټلیفوني خبرو تبصره کړي چي پکي د امریکا د نوي ستراتیژۍ په اړه خبري شوي.


او د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼي پخپله سرمقاله کي لیکلي دي چي د افغانستان او پاکستان په اړه د امریکا د نوي ستراتیژۍ عمده ټکي ښۍ چي د ترورزم په خلاف مبارزه او په افغانستان او پاکستان کي د خکومت جوړولو بهیر به په غښتلي توګه دوام وکړي.

ورځپاڼي د خپلي تبصري په دوام لیکلي دي چي ددي ستراتیژۍ تر ټولو روښانه ټکي دادي چي اوباما اعلان کړه چي ددي ستراتیژۍ د پلي کولو لپاره هیڅ  ډول مالي اندیښنه نلري او امریکا حاضر ده چي تر راتلونکو دوو دریو کلونو پوري په افغانستان کي ددي ستراتیژۍ مهمي برخي عملي کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024