کور / سياسي / دافغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ لوی ټکي

دافغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ لوی ټکي




له ډیرې مودې دا هیله کیده چې د
امریکا نوی ولسمشر به د افغانستان او پاکستان لپاره خپله نوې ستراتیژي اعلان کړي.
دا ستراتیژي اعلان شوه چې غټ غټ ټکي یې دادي:



  1. القاعده او د دوی له متحدینو سره جګړه تشدیدول،
    ددوی ماتول او ددې ډاډ چې بیا امریکا او د هغې متحدینو ته ضرر ونه شي رسولای (د
    ستراتژۍ لوی هدف)

  2. افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي کول، تر ۲۰۱۱ پورې د
    اردو  شمیر ۱۳۴۰۰۰ او د پولیسو ۸۲۰۰۰ ته رسول. د روزنې لوړول  یې. تر
    ۲۰۱۱ پورې زیاتره مسولیتونه ورسپارل،

  3. د افغانانو د کنټرول او ددوی د راتلونکې نه ټاکل،
    (افغانانو ته د ددولت د ډول نه ټاکل)

  4. د طالبانو له خوا بیا د دولت دظالمانه نیولو
    مخنیوی.

  5. افغانستان ته مرستې او منابع زیاتول (په نظامی ،
    دولت دارۍ او اقتصادي برخو کې)، د روزنې پروګرامونه جوړول، ظرفیتونه لوړول،

  6. یوازې مرمۍ او بم کافی نه دي، د افغانانو د دښمنو
    ډلو تر منځ روغه – جوړه کول،( له هغو طالبانو سره چې د روغې امکان ورسره نشته،
    نظامي مخامختیا)

  7. د افغانستان، پاکستان او امریکا درې اړخیز
    ډیالوګ

  8. منتحب دولت شته خو فاسد او بې کفایته دی. د مرستو
    د تنظیم یو سیستم جوړول. د پرمختګ څارنه. د فساد ضد یو تړون. د اساسی بشری حقوقو
    تضمین (د ښځو او نجونو په ګډون)،

  9. د افغانستان او پاکستان سره د امریکا اوږده
    ملګرتیا

  10. د پاکستان سره په کال کې یو نیم بیلیون مرسته تر
    پنځه کالو پورې

  11. امریکا د نورو (ناټو،  اروپا، پاکستان،
    ایران، روسیه، چین، خلیجي هیوادونو، هند، د منځنۍ اسیا هیوادونو) مرسته ضرور
    ګڼي.

وروسته د کرزي له خوا له ملګرو
ملتونو دا غوښتنه چې افغان طالبان دې له تور لست نه و ایستل شي، هم ښه خبر و. 
او د امریکا د دفاع وزیر دابرت  ګیټس وویل چې ۴۰۰ زرو افغان امنیتي ځواکونو
ډیرول لا هم په پلان کې شته، چې دا ددې ډاډ دی چې افغانان پاکستان ته نه پریښودل
کیږی،او که امریکا له دې هیواد نه وځي نو آفغانستان به کم تر کمه ددې وړتیا لري، چې
له ځانه دفاع وکړي.


زما په نظر دا زیاتره  ټکي مثبت
کیدای شي. خو دا چې څه ډول او د چا په ملګرتیا یې عملي کوي، دا یو سوال دی، ځکه
موجود نظام چې د ملا تیر یې له شمالي ټلوالې جوړ او سمبولیکه مشري یې د منفردو
اشخاصو په لاس کې ده، فاسد او بې وسه  دی او خلکو ته نیکمرغي او هیواد ته سوله
نه شي راوړای.. که په رښتیا له افغان طالبانو او اسلامي حزب سره یوه داسې سوله چې
دواړو ته ابرومنده وي، وکړي، د یو پراخ بنسټ افغاني، ملي- اسلامي دولت د جوړیدو په
کار کې مرسته وکړي،  د پاکستان او افغانستان دواړه غاړې یو له بل نه ډاډه کړي
چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان لاسوهنې بندې شي او افغان دولت هم ډاډ
ورکړي چې له هند، روس او ایران سره به د پاکستان پر ضد ټلواله نه جوړوي، نو ددې
چانس شته چې زموږ په ټپي خو ګران او سرلوړي هیواد کې سوله او نیکمرغي راشي.