کور / سياسي / د ښاغلي اوباما نوې ستراتيژي ( د هاري ليکنه )

د ښاغلي اوباما نوې ستراتيژي ( د هاري ليکنه )


د متحده ايالاتو جمهورريس
باراک اوباما وروسته له اوږدې مطالعې او سلا مشورو څخه بالاخره د مارچ پر ٢٧ د
افغانستان او پاکستان په اړه خپله ستراتيژي په سپينه مانۍ کي اعلان کړه. ښاغلي
اوباما د خپل جالب او جامع بيان په سر کي سوال مطرح کړ چي ولي امريکا افغانستان
اشغال کړ.  هغه سمدستي په متحده ايالاتو کي د سپټمبر يوولسمي ټروريسټي پېښي
يادي کړې، او هغه يې د افغانستان د نيولو اصلي عامل وباله. ښاغلى اوباما دغه راز
ژمنه وکړه چي په سيمه کي به د القاعدې، ټروريزم، او سرټمبه طالبانو پر خلاف مبارزه
لا غښتلې، متمرکزه، او موثره کړي.   هغه زياته کړه، “موږ د القاعدې د
ماتولو لپاره ټاکلي، روښانه او عملي پلانونه لرو.  موږ د هغوى د بيا راتگ په
مقابل کي هم پوخ تجويز لرو.  هغه وويل،”که چيري دا ستراتيژي کار ور نکړي، موږ
به بدلون ومنوو. هغه وويل، په افغانستان او پاکستان کي حالات نازک او خطرناکه
دي.  په تېرو اوو کلونو کي، د پرمختگ پر ځاى شرايط لا خراب سويدي. ښاغلي
اوباما، دغه راز، د نظامي هلو ځلو ترڅنگ پر دپلوماتيکۍ، ملکي سکتور،  او سلا
مشورو باندي هم زيات ټينگار وکى. 
 


ښاغلي اوباما پخپل بيان کي د
افغانستان حکومت ځيني مهمي او اساسي کمزورۍ په زغرده يادي کړې.  هغه وويل،
“موږ به نور په افغانستان کي پر اداري فساد باندي سترگي پټي نه کړو، ځکه بډي او
رشوت افغانان پر خپل حکومت باندي بې اعتماده کوي. موږ به د افغانستان سره يوې داسي
موافقې ته رسېږو چي ددې تړون په اساس به دننه په حکومت کي د بډو او خويشخوريو سره
مبارزه کوو.  د بين المللي ټولني د مرستو د لگښت لپاره به داسي معيارونه او
حساب او کتاب وضع کړو چي د افغان ولس اړتياوي پوره کاندي.”
 


د ښاغلي اوباما له همدې نظر
سره اکثره افغانان موافق دي.  افغانان تل د اوسني حکومت له فساد، لټۍ، او بې
مسوليتۍ څخه شکايت کوي. دا ده افغانانو يوه مهمه غوښتنه ده. د يوه  پاک، موثر،
با مسوليته حکومت نشته والى د افغانستان اساسي سياسي ستونزه ده. همدا کمزوري د
نورو  ټولو ناخوالو مور ده. او زه يقين لرم  تر څو چي دا مشکل حل نه سي،
اوسنۍ ټولي هلي ځلي او خولې تويول عبث دي. د تېرو کلونو  ناکاميو شېره او مغز
د گورننس او ښه حکومت نشته والى دى.  افغانان پدې مبارزه کي د اوباما ملاتړ
کوي.  هيلمن يو چي د اوباما مفکوره فقط د تيوري او ذهن په چوکاټ کي راايسار نه
سي، بلکي عملي سي. 
 


ښاغلي اوباما په خپل بيان کي
وويل، ” موږ افغانستان ته پدې نيت نه يو تللي چي يا هغه هېواد کنټرول کړو، او يا يې
راتلونکې ديکتې کړو. موږ ځکه هلته ولاړ وو چي له هغه ځآيه پر موږ باندي حمله وسوه
او درې زره  بېگناه کسان يې ووژل. 
 


بيا هم اکثره افغانان د
ښاغلي اوباما د نظر هر کلى کوي، ځکه افغانان پوهېږي چي بالاخره سياسي حاکميت او
مشروعيت په خلکو پوري اړه لري.  افغانان له ښاغلي اوباما څخه غواړي چي په
افغانستان کي د امريکايي او نورو خارجي قواوو شتون، عمليات، او د نفوذ ساحه د قانون
په چوکاټ کي راولي. افغانان د خپلسرو تلاشيو، بېشمارو توقيفونو، او پرله پسې
بمباريو ختمول غواړي.  افغانان د امريکا په ملاتړ د بدنامو مشهورو توپکيانو
توقيف او محاکمه کول غواړي.
 


همدا راز، ښاغلي اوباما په
افغانستان او پاکستان کي حالات سره وتړل. هغه پخپل بيان کي پر دې ټکى ډېر ټينگار
وکى. د اکثرو ا فغانانو او د سيمي د څارونکو په نظر د ټروريزم پر خلاف په مجادله کي
افغانستان او پاکستان يوه واحده جبهه ده.  په بل عبارت، پدې مبارزې کي گرده
سيمه  شامله ده. ځکه ممکنه نده چي په يو ځاى کي دي ثبات وي او په بل ځاى کي دي
بې ثباتي روانه وي.
 


افغانان باور لري چي پاکستان
بايد مجبوره کړى سي چي د مذهبي ډلو د تقويه کولو او روزولو څخه لاس واخلي. پاکستان
د مذهبي ټروريزم په مرکز او پوهنتون بدل سوى دى.  پاکستان او مذهبي افراطيت
اورگانيک تړاو لري.  تر څو چي په پاکستان کي د القاعدې او طالبانو پر خلاف
پراخ او موثر عمليات ونه سي، په افغانستان کي ثبات او سوله ټينگول هسي خوشي خوب او
خيال دى. په سيمه کي، د مذهبي تشدد او افراطيت مخه نيول، د ټولو په گټه ده. قريب
درې لسيزي کېږي چي افغانستان، پاکستان، او حتى ټوله سيمه د مذهبي افراطيت، فرقوي،
او سيمه ايزو لانجو قرباني دي.
 


د رېگن او ضيا الحق په زمانه
کي د اخواني او مذهبي ډلو تقويه کول  او منظمول پيل سول. که څه هم شل کاله
کېږي چي کمونزم مات او ختم سو، خو په افغانستان او سيمه کي د ملايانو  روزل لا
دوام لري.  قريب ديرش کاله کېږي چي (اې ايس اې) د افغانستان او هند پر خلاف
مذهبي شرارت پالي.  هغوى په جنگ او مرگه ژوبله کي په کافي اندازه تجربه ترلاسه
کړې ده. هغوى  نن سبا په يوه فکري او سياسي قوت باندي بدل سويدي. نو بنا، د
هغوى سره  بايد په فکري او سياسي ساحه کي هم مبازره وسي.  په افغانستان،
پاکستان، ايران، او په نورو اسلامي ملکونو کي اوسنيو تاريخي تجربو وښوده چي 
همدا مذهبي ډلي د فکري او سياسي لحاظه د يوه سالم او موثر حکومت د چلولو جوگه ندي.
په سيمه کي،  افغانان تر بل هر چا له مذهبي افراطيت څخه ډېر زيانمن سويدي.
لنډه داچي په مذهبي حاکميت کي هيڅ خير او کاميابي نسته.
 


د ښاغلي اوباما د ښې
ستراتيژۍ او نيت سره سره، هغه مجبوره دى چي افغانان او امريکايان پدې قانع کړي چي
امريکا هلته د اوږدې مودې لپاره پاتېږي او د هغه هېواد د بياودانولو پوخ تکل يې کړى
دى.  ځکه که چيري خلک داسي و انگېري چي گواکي امريکا په افغانستان کي کارونه
نيمکله پرېږدي او  له هېواد څخه وځي،  بيا نو د کابل حکومت سره د عامه
خلکو د ملگرتيا او ملاتړ چانس ډېر کمزورى کېږي.  خلکو ته بايد ډاډ او ضمانت
ورکړه سي چي افغانستان د امريکا لپاره اهميت لري.  بلخوا، د وتلو خبري د
القاعدې قاتلان او سرټمبه طالبان لا زړور کوي، ځکه بيا نو هغوى  په انتظار او
وخت پاسولو کي گټه او کاميابي ويني،  او يو ځل بيا د راتگ او حاکميت خيال په
سر کي روزي. 
 


بلخوا، که چيري امريکا په
افغانستان کي د القاعدې او طالبان پلاس ماتي وخوري. دا به نه يوازي يوه تاريخي
واقعه وي، بلکي د جهاديسټانو او مذهبي قاتلانو لپاره به يوه لويه تبلغاتي وسيله هم
وي.  بيا به هر ملا او طالب گرده ورځ د يوې بلي امپراتورۍ د ماتولو لاپي شاپي
وهي.  هغوى به بيا په منبر او دفتر کي د خپل تور حاکميت بې خونده تبليغ
کوي.  بيا به طالبان او القاعده په يوه ورانونکي سيلاو بدل سوي وي. 
 


يقينا، په راتلونکو څو
مياشتو کي به جنگونه او مرگ ژوبله زياته وي.  ځيني ځايونه بايد بېرته ونيول
سي، پاک سي، او وساتل سي. په عين زمان کي، د بياودانولو کارونه بايد لاگړندي او څو
چنده سي.  په مازي تشو خبرو او وعدو کلي او ښاورنه نه ابادېږي. او نه هم په تش
ډبي د سړى سر غوړېږي.  د دښمن سره مبارزه بايد هر اړخېزه وي. د اوسني مذهبي
جريان د مخنيوي تر ټولو ښه ستراتيژي  راتلونکي نسلونه په عصري علومو او ماډرن
نړۍ ليد باندي سمبالول دي.  ځکه په سيمه کي مذهبي افراطيت سياسي، 
اقتصادي، او فرهنگي رېښې لري، او بايد په ټولو ساحو کي مبارزه ور سره وسي.  د
ټروريزم د ماتولو يوازنى پوخ ضمانت پوه او سالم ولس دى. طالبان او القاعده خلکو ته
د وړاندي کولو لپاره هيڅ شى نلري،  هغوى په فکري لحاظ د جهل او ناپوهۍ د بيديا
سپېره استازي دي.  هغوى په سياسي لحاظ د لحد مړي دي.  په پاى کي، که څه
هم په افغانستان کي د کاميابۍ لپاره لاره ډېره گرانه او خطرناکه ده، خو بياهم يوه
ښه ستراتيژي د طالبانو او القاعدې ماته تضمينولاى سي. په بل عبارت، اوس لا هم ددې
امکان سته چي  دايمي ثبات او سوله ټينگه سي.  والسلام.