هالنډ:د افغانستان په اړه نړيوال کنفرانس پای ته ورسېد
Afghanistan-conference karzai speech | 23:11 | 64 kbps | 44.1 kHz | 11.13 Mb | |
Afghanistan-conference bankimoon speech | 10:55 | 64 kbps | 44.1 kHz | 5.24 Mb | |
Afghanistan-conference h.clinton speech | 0:56 | 64 kbps | 44.1 kHz | 0.45 Mb | |
Afghanistan-conference interview koenders | 2:30 | 64 kbps | 44.1 kHz | 1.21 Mb |
د افغانستان په اړه نړيوال کنفراس نن د هالنډ د دين هاخ (د هاګ ) په ښار کي پيلسو ، په دې کنفرانس کي د ۷۰ هيوادونو استازو ، ملګرو ملتونو سرمنشي او نړيوالو خيره موسسو نماينده ګانو برخه اخستې ده . د کنفرانس پرانستنه نن سهار د هالنډ دبهرنيو چارو وزير فرهاخن وکړه او وروسته لومړي وزير ( يان پيتر بالکننده ) د کنفرانس او افغانستان په اړه خبري وکړې . ، ورپسې ولسمشر حامد کرزي ، د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون او د هالنډ د بهرنيو چارو وزير ماکسيمه فرهاخن په افغانستان کي د تېرو اوو کالو د ستونزو او پرمختګونو او راتلونکو چيلنجونو او همدا ډول ددې کنفرانس پر ارزښت وږغيدل .
د يادوني وړ ه چي د کنفرانس د تالار شاوخوا 3500 پوليس ځای پر ځای سوی دي ، دننني کنفرانس مصارف تر اوسه څلور مليونه ډالره اټکل سوي دي .
د هالنډ په وخت د غرمې ۱۲ بجې او شل دقيقې د روسيې استازي ښاغلي لاوروف تر خبرو وروسته د فرانسې هيواد استازي خپله وينا پيل کړه .
د جرمني استازئ دکنفرانس په اړه ږغيږي ، نوموړي د خپلو خبرو په يوه برخه کي وويل چي ددوی هيواد د افغانستان د امنيتي ځواکونو په روزنه کي پام وړ کار کړی ، جرمني هيواد د مزار شريف د هوايي ډګر په رغونه کي په کار بوخت دی ، او همدا ډول په افغانستان کي د ښوونيزو سيسټمونو د بيا فعالولو او پياوړي کولو لپاره هڅي کوي . پوره وينا په څو شېبو کي په ويډيوي بڼه پرليکه کيږي .
د ترکيې هيواد استازی په افغانستان کي د خپلو ځواکونو د رول او افغانستان پر راتلونکي ږغيږي .
د کنفرانس د پيلېدو سره سم د دين هاخ په ښار کي يو شمېر خلکود ناټو ضد لاريون کي برخه اخستې وه چي د جګړې ضد شعارونه يې له ځانونو سره لېږدول ، پوليسو د کنفرانس نژدې سيمي ته د مظاهره کوونکو د ورتګ مخنيوی کاوه .
دا کنفرانس د هالنډ په وخت د ماځيګر پر 18:00 بجو پای ته ورسېدئ .نور جزيات په لاندنيو ويډيوي ټوټو کي وګورئ .
د هالنډ لومړي وزير( يان پيتر بالکننده ) وينا
د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون وينا په پورتنيو دوو برخو کي ووينئ
*
د کنفرانس وروستۍ خبري