کرکټ:ډنمارک افغانستان ته ۲۰۵ منډې هدف وټاکه

جان محمد مهربان | اپریل 1st, 2009


په سويلي افريقا کې د کرکټ په روانو سياليو کې د ډنمارک کرکټ لوبدلې افغان کرکټ لوبډلې ته په ټاکلو پنځوس اورونو کې ۲۰۵ منډې هدف وټاکه. په لومړي سر کې ډنمارک افغان لوبډلې ته لوبه سخته کړې وه خو افغان سپین بالران وتوانېدل او په ځانګړې توګه کريم صادق وتوانېد چې لوبه کابو کړي. افغان بالرانو ډنمارکي لوبغاړو ته شاوخوا ۲۰ وړيا منډې ورکړې. اوس دمه ده او له دې وروسته به افغان لوبغاړي خپل بيتينګ پيلیوي.

Copyright Larawbar 2007-2024