غزل

د لراوبر اداره | اپریل 1st, 2009




سپرلېه چي راځـــې نوله غـــــمـــوســــــره راځـــــه
دكونډويتيمانوله ناروسره راځه
پري ايښې موخنداده دژړاپه طمـع ناســـــت يــــــو
وتاته انتيظاريوله دردوسره راځه
اميددخوښي نشـــتــه اماده شــــــولودردوتــــــه
راځه راځه نن بياله تيكلفوسره راځه
ګلونه مـــړاوې مـــړاوې وچې دښتي درته پاتــه
پرچابه مهربان شي اسوئيلوسره راځه
دكوم يوه به غمخورشي اخرچالره درمـــــان ئـــې
پرزړونوکړيدلوبياظلموســـــره راځه
ملګريه اميدي ته به ئې چاســره ولــمـــــانـــځې
خوبونه رشتيانه وي له خوبوسره راځه

Copyright Larawbar 2007-2024