هغه څــــوک دی

د لراوبر اداره | اپریل 1st, 2009




چې مې سمه او هم غر دی هغه څــــوک دی
چې مې يار او هم دلبر دی هغه څــــــوک دی
 ورځ مې شپه وي چې جدا ورځني ګـــــــرځم
چې مې شمس او هم قمر دی هغه څوک دی
د ښايست او د ښکلا ثاني يې نشــــــــــــــته
چې مې در او هم ګوهر دی هغه څـــوک دی
 يو زه نه يم بلا خلک پري مـــــــــــــــين دي
چې مې مور او هم پد ر دی هغه څـــوک دی
دا معمی ده اريوبزي لره معــــــــــــــــــلومه
 چې مې زړه او هم ځګر دی هغه څـــوک دی

Copyright Larawbar 2007-2024