نيويارك: وسله وال بريد ۱۴ كسه ووژل

34 | اپریل 4th, 2009



د متحده ايالاتو په نيويارك ښار كي په يوې وسله والي حملې كي ۱۴ كسه مړه او څلور زخميان سول.
بريد د نيويارك د مهاجرينو په دفتر كي پر هغو كسانو سوى چي د امريكايي تابعيت د اخيستلو امتحان ته ورغلي وو.
پوليس وايي يوه ۴۲ كلن حمله كوونكي د موټر په ذريعه د دفتر مخ بند كړ او وروسته يې په امتحان بوخت كسانو باندي چي اكثره يې ويټناميان دي، په ورسره وسلې ټكان وكړل.
د پورتنۍ حملې علت تر اوسه نه دئ په ډاګه سوى، خو پوليس وايي په دې اړه يې څېړني شروع كړي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024