لښكرګاه :دمختار كمپ پر ځايه سويو د موادو د ويش لړى پيل سوه
دهلمند ولايت په مركزلښكرګاه كي دمختار كمپ دبي ځايه سوو ۷۸۵كورنيو سره دخوراكي موادو دويش لړى پيل سوه .
دهلمند ولايت دمهاجرينو چارو درياست دسروې په مټ په دي ولايت كي مركزلښكرګاه ته په ورڅيرمه دمختار په نوم دمهاجرينو دپنډغالي نږدي ۷۸۵هغه كورنيوته چي دهيواد دبيلا بيلو سميونه دجنګو او نورو نفرتونو پر بنياد بي ځايه سوي وي دمرستو لړى پيل سوه .
دمختار كمپ نه دمرستو دويش ځاي ته په سلګونه نارينه او ښځي راغلي وي ،كه څه هم دغه راغلو سلګونو كسانو ته دمرستو دويش كارتونه نه وه وركړه سوي خو زياتو يي ويله چي هيلمند دى او كيداي سي په همدي ځاي كي ورسره مرسته وكړي .
نازو چي په تور پړوني كي يي مخ پيچلي لاسونه يي پورته پورته كوله او دبي وزلي ناري يي وهلي .
داوايي په كوركي زيات اولادونه لري خو دكار كس نه لري چي ډوډي پيداكړي او ټنګار كوي چي په تيريوه كال كي مرسته نه ده ورسره سوي
نازو په ډير لوړ اواز يادونه وكړه چي له دي امله ستړي ده چي ټوله ورځ په بازار كي خير ټولوي.
دهلمند ولايت دمهاجرينو نوي ريس غلام فاروق نورزى وايي چي دنورو مرستو راجلبولو په اړه يي هلي ځلي پيل كړي دي او كه چيري ډونران ورسره مرسته وكړي نو ژر به نوري مرستي هم اړو او تازه بي ځايه سوو كورنيو ته وويشي .
دهلمند والي محمد ګلا ب منګل ددغه مرستو دويش پرمهال رسنيو ته وويل دډونرانو مرسته ډيره په ځاي ده او تر ډيره عادلانه ويش دى او زياتو بي وزلو كورنيو ته به دغه مواد چي سل كيلوګرامه غنم اوه كيلوګرامه غوړي يوه شړي دوه ترپاله بوټونه مالګه او دلس كيلوګرامه دال هم شامل دى وويشل سي.