د پوهني د وزارت روانو تعليمي چارو ته كتنه

د لراوبر اداره | اپریل 4th, 2009


دميدان وردک ولايت دفاميلی دښوونځۍ سره دکمپيوترونو مرسته :

ميدان وردک : دميدان وردکو ولايت دفاميلی دښوونځی سره دلندن دمسلم هينډس دنړيوالی موسسی لخوا دلسو پايو دسکتاپ کمپيوترونو مرسته وشوه.

په هغه مراسمو کی چی په همدی موخه په نوموړی ليسه کی جوړه شوی وه، دميدان وردکو ولايت دوالی مرستيال علی احمد خاشع، دپوهنی رئيس عبدالواحد حکمت اويو شميرنورو دولتی چارواکو ګډون کړی و.

دپوهنی رئيس ديادشوی نهاد دمرستی څخه په مننی سره زياته کړه، چی خيريه نهادونه بايد خپلی مرستی دپوهنی په برخه کی زياتي کړی.

په همدی لړکی دمسلم هينډس دموسسی مشر فاضل احمد خان وويل موږ بايد دپوهنی په چاروکی خپلی مرستی ديادشوی ولايت نورو ولسواليو ته هم وغځوو.

دبلی خواه دميدان ښار دفاميلی دښوونځی ښوونکو او زده کوونکو ديادشوی نهاد دمرستی څخه خوښی څرګنده کړه.

ديادونی وړده چی دمسلم هينډس خيريه نړيواله موسسه په هيواد کی دپوهنی ترڅنګ دعامی روغتيا، کرهنی او مالداری په برخو کی هم فعاليت کوی.

تدوير سمینار آموزشي :

ولایت جوزجان: امروز 15 حمل، سمینار شش روزه تحت عنوان (معلم کیست) برای معلمین سواد آموزی ولایت جوزجان درلیسه سواد حیاتی آن ولایت دایر گردید.

سمینار متذکره به کمک مالی موسسه یونسف و ریاست معارف ولایت جوزجان براه انداخته شده که به تعداد 46 تن از معلیمن سواد آموزی قوشتیپه و درزآب اشتراک ورزیده اند که درباره مقام والای معلم دانستنی های ارزشمندی را فرا خواهند گرفت.

گفتنی است که دایر شدن همچو سمینارها در بلند بردن سطح آگاهی و آشنایی معلمین موثر واقع می گردد. 
 
دنیمروز ولایت دپوهني ریاست ته دخوراکي موادو مرسته :

نیمروز ولایت: نن دوری په 15، په نیمروزکی دیونسف نړيوالی اداری يوشمير خوراکی مواد دنيمروز ولایت دپوهنی ریاست سره مرسته وکړه.

په نوموړو خوراکی توکو کی (١٧٩١) کارتنه بسکيت، (٥٠٠٤٩) کارتنه غوړی او (٤٨٧٠ ) کارتنه خرما شاملی دی، چی دڅانګړی مهال ويش سره سم دټاکل شوی هيئت په وړاندی دمرکز او ولسواليو دښوونځيو د اول نه ترنهم ټولګی زده کوونکو او ښوونکو ته توزيع کيږی.

درې ورځنی ښوونيږ سيمينار :

بدخشان ولایت: نن دوری دمياشتی په ١٥ مه نيټه، دکتاب داری ترعنوان لاندی دری ورځنۍ سمينار دبدخشان ولايت د دارالمعليمن په تالارکی پرانيستل شو.

نوموړی سمينار دآلمان هیواد د G.T.Z موسسه په مالی ملاتړ او دپوهنی ریاست په همکاری په لاره اچول شوي، چی ددی ولایت دمرکز دتجربوی ښوونځيو او ددارالمعلمين (١٥) تنوکتاب دارانو ګډون کړی.

چی له مخی په نړيواله کچه دکتابداری سيستم، دکتابونو تنظيم او ساتنی په هکله ارزښتناکه پوهنیزه زده کړی ترلاسه کړی.


شاوخوا سلوتنو فارغانو د تدريس په موخه ازاده سيالي وكړه :

کابل ولایت: د کابل ولايت په ښوونځيو كې د تدريس په موخه شاوخوا سلوتنو د پوهنتون، څوارلسمو او دولسمو ټولګيو فارغانو د يوې ازادې سيالۍ په موخه ازموينه وركړه.

د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې نن د شنبې په ورځ دوری دمياشتی په  ١٥ مه نيټه شاوخوا ١٠٠ تنو د پوهنتون، څوارلسمو او دولسمو ټولګيو فارغانو د کابل ولايت د پوهنې رياست په تالار كې د دغه ولايت دپوهنې رياست په اړونده ښوونځيو كې د تدريس په موخه د آزموينې په يوه سيالۍ كې برخه واخيستله.

د پوهنې په برخه كې د چارو پوهان دا ډول ازموينې يو ښه ګام بولي او هيله څرګنده وي چې له دې لارې به وكولاى شي په هيواد كې د زده كړې بهير ښه پرمختګ وكړي اوپه  ښوونځيو كې تكړه او مجرب ښوونكي جذب شي.

د يادونې وړده چې د پوهنې وزارت روان تعليمي كال ته د پوهنې د كيفيفت د ښه والي نوم وركړي او هڅه كوي په هيواد كې د ښوونې اوروزنې روان بهير د كيفيفت له مخې هم غښتلى كړي چې په ښوونځيوكې د تدريس كولو په موخه يې د دا ډول ازادو سياليو ترسره كيدل يې يوه برخه ګڼلاى شو.

Copyright Larawbar 2007-2024