ننګرهار:طالبان پر يوه پوستنه د بريد او له منځه وړلو ادعاکوي

د لراوبر اداره | اپریل 4th, 2009


تېره شپه يوه بجه د ننګرهار لالپوري ولسوالۍ اړوند د يعقوبيو سيمي پر ډيورنډ کرښه پرته ولسوالۍ دبريد  اودوه ساعته جګړې  په پايله کي پوسته له منځه وړې او يوه بله يې زيانمنه کړېده ،  د توره بوړه جهادي محاذ وياند قاري سجاد لراوبر ته وويل چي په دې جګړه کي يې د سرحدي لوا پنځه تنه افغان سرتيري وژلي او يو شمېر غټي او وړې وسلې يې دطالب وياند په وينا غنيمت ترلاسه کړي دي .

نوموړی وايي په تېرو اوو کلونو کي دا لومړی ځل دی چي د اسلامي امارت د توره بوړه محاذ مجاهدينو لخوا دا ډول مخامخ عمليات ترسره کېږي . قاري سجاد وايي چي کسانو ته يې په دې جګړه کي هم زيان نه دی اوښتی .


 

Copyright Larawbar 2007-2024