۳ افغانان او ۳ ترکي انجينران د يو ترافيکي پېښي قرباني سول

د لراوبر اداره | اپریل 5th, 2009


دکابل او وردګو ترمنځ په غزيدلې لاره دکابل کندهار دلويې لارپرسر دکابل ولايت دپغمان ولسوالۍ دقلعه حيدرخان په کلاکې دېوترافيکي پېښې په ترڅ کې درې تنه ترکي انجينران اودرې تنه افغانان ژوند له لاسه ورکړ .

پېښه نن سهار نهه بجې مهال دقلعه حيدر خان په سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه  چې دوه ترکي انجينرانو چې دوردګو ولايت کې دميشتې ترکي ولايتي بيارغوني دټيم يا پي ار ټي سره يي کار کاوه چې په يوه سرپ موټر کې کابله  دوردګو په لور روان ول .

 يادشوي سرپ موټر دهغه لاري موټر سره ټکر وکړ چې له وردګو څخه کابل په لور روان ول .

دوردګو والايت چارواکي ومنله چې په پېښه کې دواړه ترکي انجينران اوورسره موټر چلوونکي يي وژل شوي  .

دکابل دټرافيکو دحادثاتودڅانګي يوتن ټرافيک سمونوال محمد ناصر لراوبر ته وويل چې پېښه ددواړو موټرو دچلوونکيو دبي احتياطۍ له امله رامنځ ته شوې ده .

Copyright Larawbar 2007-2024