په کابل کښي دکورنيو جګړو د وخت يو ډله -ايز قبر پيدا شوئ دئ
دکابل پوليسو دښار اړوند دڅلورمې کارتې په سيمه کې دکورنيو جګړو پرمهال ديوه داسي ډله ايز قبر دپيداکولو خبر ورکړ چې شاوخا پنځه تنه جسدونه تراوسه په کې پيداشوي دي .
دامنيه قوماندانۍ دجنايي جرمونوپروړاندې دمبارزې اوتحقيق دچارو مشر جنرال عبدالغفار لراوبر ته وويل چې دغه ډله ايز قبر دڅلورمې کارتې اړوند دلوړوزده کړو وزارت ته مخامخ دپوهنې وزارت دکابل درياست په احاطه کې پيداشوي دي .
جنرال زياته کړه چې پلټنې يي پيلي کړي دي اوپيداشوي جسدونه يي عدلي طب ته استولي اودپاتې جسدونو په اړه به داړوندو مقاماتو سره په سلامشوره سره په دې ډله ايز قبر باندې کار کوي .
دکابل دپوليسو يوې امنيتي سرچيني دنوم دنښودلو په شرط وويل چې ياده شوي سيمه کې دحزب وحد ت دهزاره ګانو وسله والو کسانو مرکزونه لرل اودوي به هغه کسان چې دکورنيو جګړو پرمهال به يي نيول په همدې سيمه کې بۀ يي بنديان ول .
نوموړي وويل چې دوي ګمان کوي دابه هماغه کسان وي کوم چې دهزاره ګانو اړوند دحزب وحد ت دګوند لخوا وژل شوي اوبيا ترخواروو لاندي شوي دي .
دالومړي ډله ايزر قبر نه دي چې په دې سيمه کې پيداکيږي له دې وړاندې يوه مياشت ترمخ دکورنيو چارو په وزارت کې هم يوډله ايز قبر پيداشوي وو ولې چارواکي هغه ډله ايز قبر په اړه چوپه خوله پاتې شول .