شل پروژي گټي اخستني ته وسپارل شوې

د لراوبر اداره | اپریل 6th, 2009


 



د کليو بيا رغوني او پراختيا وزارت څخه لراوبر ته په رسيدلي خبر کي ويل سوي چي ددې وزارت د ملي پيوستون د پروګرام په ترڅ کي شل پروژي د لسو مليونو اوه سوه پنځه شپيته زره افغانيو په لگښت د ملي پيوستون پروگرام له بودجي او په سلو کي لس د کليوالو په ونډي پدي ورستيو کي د بغلان ولايت کي گټي اخستني ته وسپارل شوي .



د دغه ولايت د ملي پيوستون پروگرام د مسوولينودوينا له مخي پدي ټول گټو او پراختيايي پروژو کي ( ١٧) پل او پل گوټي د(٥٠) مترو په اوږد والي يو استنادي ديوال د(٤٨٣٠) مترو په اوږدوالي د سرک ترميم او شگي اچول د(٢) څاگانو کيندل او په هغو دلاسي بمبو نصبول ، د(٢٤٠٠) کيلوواټو په ظرفيت دبرښنا يوه وړه دستگاه ، او د سواد د زده کړي او خياطي دکورسونو دايريدل شامل دي .



يادي شوي پروژي د بغلان ولايت ، دبغلان کهنه ، پلخمري، اندراب ، دوشي ،او خنجان په ولسواليوکي بشپړي شوي چي له هغه نه ( ٤٣٧٥) کورني برخمني شويدي .                                        

Copyright Larawbar 2007-2024