بهرنيو ځواکونو بيا ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده
تېره شپه په خوست كې د بهرنيو ځواكونو له خوا عمليات شوي چې پكې يوه ښځه وژل شوي، دوې نورې ټپيانې دي يو سړى او يو د څلورو ورځو ماشوم هم وژل شوي .
په وژل شويو كې ورور، خور او د هغوى مور ده مور او لور دواړه د يوه كورني ښوونځي ښوونكې هم وې د دوى سرپرست، په غزني ولايت كې له ملي اردو سره د افسر په توګه همدا اوس كار كوي د څلورو ورځو ماشوم په بل كور كې وژل شوى او مور يې هم ټپي ده .