لغمان:اوه پروژي گټي اخستني ته وسپارل شوي
د ملي پيوستون پروگرام اوه پروژي د(٥٨٩٢٠٠٠) افغانيو په لگښت دملي پيوستون پروگرام له بودجي اودکليوالوپه سلو کي لس ونډي په شمول دلغمان ولايت کي بشپړي اوگټي اخستني ته وسپارل شوي .
د دغه ولايت دملي پيوستون پروگرام دمسوولينو دوينا له مخي پدغو ټول گټو او پراختيايي پروژو کي د(٣٤٠) مترو په اوږدوالي يو استنادي ديوال ، د(١٣٧٤) مترو په اوږدوالي دکوڅوپخول، دڅښاک داوبو د(١٠) څاگانو کيندل او په هغو دلاسي بمبو نصبول ، پنځه حمامونه ، او د(٥٠٠) مترو په اوږدوالي دکانال پاکول شامل دي .
يادي شوي پروژي دلغمان ولايت په مرکز او دعلينگاراو قرغه يي په ولسواليو کي بشپړي او گټي اخستني ته وسپارل شوي .