يوې نوي وسله والي ډلي د هندي کمپنۍ پر کارکوونکو بريد وکړ

د لراوبر اداره | اپریل 9th, 2009


د شمال د سيمو د مسلمانانو د ساتني تنظيم په نامه ديوې نوي وسله والي ډلي وياند عبدالله لراوبر خبر ورکړ چي دحمل میاشتی په 18 تاریخ ماځیگر  د د مسلمانانو د ساتني  تنظيم د مجاهدینو له خوا دپروان ولایت دگلبهار د جعفر خیلو په منطقه کي د هندي کمپنۍ پر کاسټر او پجیرو گاډی وسله وال بريد وکړ.


د نوموړي تنظيم وياند عبدالله وايي چي د بريد په نتيجه کي يې د دواړو موټرونو ټول سپرلي وژلي دي . نوموړی وايي چي وژل سوي ټول کسان د  د KCA کمپنۍ کارکوونکي وو .


 

Copyright Larawbar 2007-2024