نن پنځمه ده چي د طالبانو سره د سولي خبري رواني دي

د لراوبر اداره | اپریل 10th, 2009


ملا محمد عمر د افغان دولت سره د خبرو هرکلی کړئ دئ؛ دا خبره د طالبانو استازي عبدالله أنس برتانوۍ اونيزي سنډې ټايمز ته وکړل .

يو ستر د ستايني وړ ګام پورته سوئ دئ، په لومړي ځل له دواړوخواوو نه د سولي خبرو اترو ته د هوکې سر ښورول کيږي .

په هغه خبرو اترو کي چي ددولت او طالبانو د استازو لخوا په سعودي عربستان کښي رواني دي داسي ښکاري چي دواړي خواوي پر پټو ستراتيژيو بحثونه کوي دا هغه اقدام دئ چي د امريکې ولسمشر اوباما يې وړانديز کړئ  و .

که د دې خبرو اترو پروسه چي  امريکا او برتانيا لخوا يې ملاتړ کېږي په بري سره پای ته ورسېږي دا به د افغانستان د دولت پر پښو درولو په معنی وي .

د افغان ولسشر ورور قيوم کرزي وويل چي د خبرو ماسېوا بلي لاري شتون نه درلود، ده وويل چي د پنځو ورځو راهيسي د طالبانو سره په کتنه بوخت يو او زه ويلائ سم چي د اوباما وړانديز نن د يوه نوي ژوندانه يوه ستره هيله را ټوکولې ده .

همدارنګه ښايي چي اوباما به اووه لس زره نوي عسکر سيمي ته د مذاکراتو سره د دلچسپۍ په موخه استوي، د کارپوهانو په آند داسي بريښي چي د اوباما حکومت د هر ډول ممکنه مذاکراتو دپاره لېواله دئ .

في الحال ، مراقبين د مذاکراتو د روښانه کېدلو تر مخه د اولنيو شرطونو د ايښودلو غوښتنه کوي، مثلا : طالبان بايد افغان اساسي قانون ته غاړه کښېږدي ، ښځو ته مساوي حقوق ورکړي او د ترهګريزو حملو سره فاصله ونيسي .پدې برخه کښي د کلونو راهيسي بيرته ملت ته د راستنېدني د پروسې يو پروګرام دوام لري چي په ترڅ کښي يې يو شمېر طالبان هم شامل سوي دي .

په دې وروستيو مياشتو کښي امريکا غواړي چي د اسلامي نړۍ سره ښې اړيکي ولري خو ملګرتوب يې يوازي پدې سره غښتلئ کېدائ سي چي امريکا په عراق او افغانستان کښي خپلو نظامي تعلقاتو ته پای ورکړي .

 امريکا که څه هم په افغانستان کښي د خپلو عسکرو شمېره مخ پر لوړه بيايي خوورته ښايي چي بايد د هغو طالبانو سره چي مذاکرې ته کښيني برخه واخلي او نور سيمي ته دايمي سوله راولي .

Copyright Larawbar 2007-2024