کور / سياسي / امریکا قومي جنګ ته لار هواروي

امریکا قومي جنګ ته لار هواروي

دافغانستان ټولټاکنې درارسیدو په حال کې دي دبهراو دننه څخه يو اړخ ته بیروکراتانو، اماتورانو،جنګي باتورانولکه دمړزانوغروتار پيل کړی، او هريودخپل ځان دومره ستاينه کوي چې ګواکې د افغانستان زيږونکي او پيداکونکی دوۍ دي نه احمدخان او میرويس خان ٠ او ملت ته داسې ښايې چې افغانستان ددوۍ دقربانیوپه پايله کې رامینځ ته شوی نو بايدافغانان يې مرهون منت وي اوبل اړخ په وطن دردیدلي او کړیدلي او ريښتنې استازي چوپ ولاړ دي٠
خو په هر حال!!!
 داچې راتلونکې ټولټاکنې به څنګه تر سره شي؟ او راتلونکی اولسمشر به څوک وي؟
دا دوه پوښتنې دهر چا سره دي، خو دوخت نه مخکې ځواب پيدا کول يې دافغانستان غوندي یو وروسته پاتې او په جنګ کې ښکېل هېواد کې ناشونی دی٠
خو بيا هم دامریکا دپالېسيو څخه يوڅه داسې جوتیږي چې سړي پرې يو څه تول، ترازو کولی شي، یانې دامهال روانه پاليسي ټوله دپښتون اولس پر ضد روانه ده ، او غواړي چې ددیموکراسۍ دنوم نه په ګټې سره لږه کي په ډېره کیو وروتپي، چې دې موخې ته درسېدو لپاره په دې وروسته څو کلونو کې په درځ کې کار شوی دی دبېلګې په ډول موده وړاندې دافغانستان دبهرنیو چارو اوسني وزير په امريکا کې په يوه ځانګړې مرکه کې هم دغه شف شف کړی وو، چې دافغانستان راتلونکی اولسمشر څنګه اوڅوک دی؟ ! او هم دلږه کیود اولسمشرپه وړاندې يې دننګونو او ستونزوهم لږ څه یادونه کړې وه ٠ لدې وروسته د دوبۍ په غونډه کې هم دا خبره يو څه رڼه شوه، چې زه يې په جزیاتو نه غږېږم خوګډونوال او مشران يې ټول پښتون ضد څېرې لکه بيات، خليلزاداو سپنتاغوندې خلک وو٠ او زیاتره ځوانان غونډې ته ددوۍ په نښه او خوښه وربلل شوي وو، د چا خبره اخيستل شوي کسان وو، چې په یوه خېټه ډوډۍ د هر چا ډول ته نستوڼي وباسي او تر سبا ورته ګډیږي٠ اوبيا په داخل د افغانستان کې ددوۍ په ننګه يو لړ غونډې هم دداسې څېرو له خوا په ځينو سيمو کې جوړې شوې، چې خدای شته بلونکی يې بياداسې کسان وو چې پخپل کلي کې يې څوک نه پيژني٠
 داچې هر څه راوان دي تر شاه يې انګېزه شته، هغه دا چې امریکا پاليسي لري چې دافغانستان داساسي قانون او نړیوال قانون له مخې به دشمال ټېلوالې (ټلواله)کانديد ته لاره هواره کړي، چې دافغانستان راتلونکی اولسمشر شي، پوښتنه داده چې امريکا ولې داسې پاليسي غوره کوي؟


دا ددې لپاره چې امريکا او لويديځ هېوادونه دا تاثر لري چې پښتانه ظالمان او دیکتاتور دي او له دې وراخوا داسې انګيري چې پښتانه تروریستان دي! چې دامریکا دا بې سره بمبارۍ او دپښتنو په سيمو کې د بې ګناه خلکو وژنه ددې تاثر يو ښه تصوير دی٠
نو ځکه امريکا غواړي چې راتلونکې اولسمشر باید د پښتون توکم څخه نه وي تر څو امريکا په اسانۍ او خلاص مټ سره پښتون وژنې ته مټې رابډوهي او دغه غیرتي او ننګيالی اولس له ښپو وغورځوي، خو دا به وخت وښايي !!!!


لا تر اوسه يې ماغزه په قرار نه دي :::::::::::::: چا چې ما سره وهلی سر په څنګ دی


داچې خبره درايو دشمېر د زیاتوالي ده نو زما په اند دراوان وضعیت په نظر کې نېولو سره دا کار شونی دی، ځکه چې :


(١) : دپښتنو کاندیدانو زياتوالی : چې ددې وضعیت په رامينځ ته کولو کې امريکا ډېر څه کړي، که موږ وګورو د اوباما د ټاکلو پروګرام ته بلل …. او نور٠
 چې دا مهال د زیاتو پښتنو کاندیدانو له امله به په پښتون میشتو سيمو کې رايې وويشل شي، که موږ ټول پښتانه کاندیدان راواخلو او د اړونده سيمو رايې پرې وويشو نوپه هر کانديد د % ٦ نه تر % ٧ پورې له رایويې شمېر نه زیاتيږي ، چې دا به دشمال ټېلوالې کاندید ته چانس ورکړي چې ډېرې رایې واخلي٠


(٢) : طالبان : په زیاتره پښتنو سېمو کې طالبان واک لري چې خلک د ټاکنود کارت په درلودلو سره وژني، او که په کومو سيمو کې واک نلري هلته خلک بيا هم وېره لري که په ټاکنو کې برخه واخلې نو په نښه به شي، نو له وېرې رايه ورکولو ته زړه نه ښه کوي ، چې دا کار د شمال ټېلوالې په ګټه دی٠


(٣) : حکومت ضد تاثر : پدې مانا چې په زیاتره پښتون مېشته ولایتونو کې د امریکا او دهغوۍ د ملګرو په عملياتو کې د بېګناه وژولو هم دا تاثر پورته کړی دی او خلک ماڼيجن دي، چې په ټول ټاکنو کې به برخه وانخلي او دا کار شونی هم دی . او ډېرو خلکو لا دپخوا د بمباریو او خپل سرې عملياتو په ترڅ دا اخطارونه ورکړي دي٠


(٤) : کلتوري ستونزې : زياتره پښتانه دځينوکلتوري ستونزو له امله نه غواړي ښځې رايه ورکولو ته پرېږدي، اټکل دې چې د تېر ځل په پرتله به ډېرې لږې مېرمنې په ټاکنو کې برخه واخلي٠


(٥) : د کارتونو د توزیع مسله : په پښتون مېشتو ولايتونو کې د کارت دتوزیع مامورينو دکارتونو په توزيع کې لکه د سر شمېرنې اوبه له سره تېرې کړي دي،چې ډېری ملکانواو سپین ګيرو د بېلابېلو رسنیو سره د مرکو له لاري ډېرې چېغې ووهلي خو چا پرې غوږ ندې ړپولی٠ چې دا هم پخپله يو سازش دی٠


(٦) : مشران : د تاريخ په اوږدو کې زیاتره پښتنو مشرانو دنورو قومونو په پرتله د پښتون اولس سره دواک پر مهال زیات ظلم کړی، او دخپل حقه حقوقو دمحرومولو سربېره يې وهلي ډبولي دي، او زیاتره پښتنو مشرانو دخپل واک پر مهال پښتانه مشران، ملکان او سپین ګیري ترور او وژلې او خپل زور يې پخپل اولس ازمايېلې دی، چې د نومونو له اخيستلو يې تېرېږم٠ چې دا مهال کرزی صیب چې په خټه پښتون دی ، دډېرو لاسته راوړنوسره، سره يې داسې کارونه تر سره کړل چې له امله يې پښتون اولس له پښو وغورځېده او پخپل هېواد کې لاپسې محکوم شول، که يو نیم پښتون د پښتنو دحقوقو او يا پرې د ورسره کیدونکی ظلم خبره را پورته کړي ، نو يا د تروریست او يا په بل نوم له مينځه وړل شوې ٠


همدا لامل دی چې کرزی خپله راتلونکی دخپلو اعمالو په اينه کې ګوري، چې پښتانه به پرې بيا ډېر کم باور وکړي٠ نو داسې ګونګسې اورېدل کیږي چې کرزي څو، څو واره د شمال ټېلوالې په دروازه کې ژړلي، چې دا ژاړه يې د ټېلوالې د ویاند سنچارکی له خوا په ډاګه شوې ٠ دا چې نوموړي ترې انکار کړی خو وايي چې :اوږه ونه خورې د خولې بوي نه ځي ٠
او داسې ګونګوسې هم دي چې د کرزي لمړی مرستيال فهیم جان کاکا دی، نو طبعا به يې دویم مرستيال دوستم لالا وي !!!!
دا هغه څه دي چې پښتانه به ونشي کولی چې خپل پښتون اولسمشر ولري، او د ټاکنوپه پايله کې به اولسمشر درايو په اکثریت د لږکیو څخه وټاکل شي نو بيا خو داعتراض مخه هم بنده ده، ځکه دهر څه به د افغانستان داساسي قانون او دنړیوال قانون په تله پوره وي٠
که په ريښتيا هم راتلونکی اولسمشر دلږه کیوڅخه وټاکل شي، نو پښتانه دې بيا دا نه هېروي چې مولوي تره خېل تقريبا په ١٩٩٣ يا ١٩٩٤ کې د بي بي سي (BBC) راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کېویلي وو چې : برهان الدین رباني وايي چې زه يو داسې دولت جوړم چې د طورخم په دروازه څوک افغانستان ته راننوزي څوک پرې د (څوک يې ؟) غږ ونه کړي٠
خو په هر حال که دا کار وشي نو زما په اند په دغه پرته سيمه کې به يو لوي قومي جنګ ته مخه هواره شې، او دا قومي جنګ به نورو هېوادونوته د هغوۍ داتينيک ګروپونو (قومي جوړښت) ددرلودلو پر بنسټ هم سرایت وکړي ٠ چې بيا به يې سړه وول دانسان له قدرته وتې کار وي٠
ایران کې کرد، فارس، عرب، ازر او بلوچ اوسيږي ، چې دا قومونه پخپل مينځ کې سره ستر قومي تضاد لري٠ او کردان لا دپخوا څخه د ازاد کردستان چېغې وهي٠ په ترکیه کې ترک، عرب او کرد دي ٠ په پاکستان پښتانه، پنجابيان، سندیان اوبلوچ اوسيږي، چې بلوچ هم دازادۍ تحریک لري او ازادي غواړي، همدا راز په کراچۍ کې د متحده قومي مومنټ تحریک چې د پاکستان سره په جګړه بوخت دی، او دپښتونستان د پښتنو ستونزې چې د پنجابي استعمار نه په تنګ راغلي دي٠ چې دا بيلګې زما په اند بس دي٠

که په افغانستان کې دلږه کیو نه اولسمشر وټاکل شي، نو دپښتو او پارسي ژبو ترمينځ به اخ وډب رامينځ ته شي، ځکه چې دپيل نه په لږه کیو کې پښتون ضد روحې رشد کړی او دا عقده پکې پخه شوې ده ، او پرته له څه سببه د پښتنو سره حساسيت لري٠ نو واک ته درسېدو سره سم به پښتانه په يو نوم اوبل نوم دخپلو حملو لاندې راولي، چې دا جنګ ته لار هوارول دي٠ او دا جنګ به نورو ګانډیو هېوادنو ته ده هغوۍ دقومي جوړښتونو پر بنسټ چې يودبل سره ورته والی لري لکه دچنګاښ د ناروغۍ سرايت وکړي، چې په سېمه کې جنګ د تروریزم څخه په بله بڼه واړوي، چې پدې سره به په ايران ، عراق ، پاکستان او نوروهېوادنو کې دقومي خونړيو جنګونوا و دنوموړوهېوادونو د ويشلو احتمال شته او امريکا هم ورته پاليسیي لري٠ چې ددې لارې امريکا غواړې خپلې ګټې دبلې چترۍ لاندې خوندي کړي، يانې اوبه خړې که ماهيان ونېسه!!!

تبصره نسته

  1. یاره نجیب جانه دا تبصره خودې داحساس له مخې لیکلې خو ډیره بې سر او بې پښو ده. یو پاراګراف له بل سره ډیر تړاو نه لري او مثالونه دې هم ډير بې ربطه دي.

  2. افغانيار صاحب تالکه چې دنجيب ليکنه په خوب کې لوستلې ځکه دي قضاوت غلط دی٠ ما ليکنه يو ځل ولوسته کله مې چې ستا تبصره ولویده نو بيا مي ټکي په ولوسته نو زه پوه شوم چې تا بېچاره ورته هسې غصه راغلي او زاخېلوال ته دې ګوته نېولي زما په دجملو تسلسل او د مثالونه ورکول ښه په ځاي دي. لوستونکي به يي وګوري

    په اخترام

  3. پریده چی دا یو د ارگ شاروال هم پاریسوان شی، نور خو هسی هم اوس د دوی په لاس کی د یو تعداد بی غیرته پشتنو له لاسه.
    مننه

  4. پریده چی دا یو د ارگ شاروال هم پاریسوان شی، نور خو هسی هم هر سه د دوی په لاس کی د یو تعداد بی غیرته پشتنو له لاسه.
    مننه

  5. وایی چې پټی یې وخوړ ته لا وایی چې مږه ده، ته فکر کوې چې انتخابات دومره شفاف دي چې د پښتنو رایې وویشل شي. وروره جوړښت روان دی لږ انتظار وکړه، په دې هم باید پوه وې چې د کاندید ټاکل یوازې د امریکا کار نه دی، په دې کې د ګاونډیو هیوادونو نظر هم شرط دی. مننه

  6. Zakhelwal saeb dera sha lekana mo karay da.Osani syasi halato ta pa katalo sara da Amrika neyat wa afghanistan ta sam na breeshi.
    Afghanyar saeb na pohezham taso wali pa leekana newaka daray da kho zma pa aandh Zakhelwal saeb der sa pa sha toga pa daga karee dee

  7. شپه كه تياره ده مڼي په شمار دي
    ګرانوهيوادوالو
    موږ اوتاسو تل دپښتنو خبري كوو او ناري وهو چې ولي له پښتنو سره داسي ياهسي وشول ،
    لږ په خپل ګريوان كي سر ټيټ كړي چاچي دپښتنو لپاره ځانونه قربان كړل همدي پښتنو ورسره ځه وكړل ؟
    له تيرو تجربوهريو سياسي ولا دانتيجه اخلي چې خپل كار وكړي خپل قدرت وساتي ، پښتون داسي قوم نه دي چې څو ك دي پري ښاد شي ،
    اوس كه هر ډول لوبه روانه ده خو وي به اوبايدهم دلږكليو په كټه وي ،پښټانه دي په كوم خيالونو كي ډوب دي ، دوي خپله هرځه هيركړي دي ،خپل قوم ملت توان همت او هرځه .
    دپردو دورازي ته ولاړ خيرات غواړي ،
    ځوك دتوروپنجاپيانو ځوك دشنو امريكا يانو نه پرات غواړي دخپل قدرت دساتني لپاره خويوهم ملت ته نه دي دريدلي ،
    دوي پوهيژي چې ملت مو نه مني نو واك هم ورسره نشته ، دخان كاسه غوړه ده دهغه خبره موهيمه ده
    ګرانو هيوادوالو،
    لږ سرونه خلاص كړي ،
    ترځو پښتانه له خودخواهې نه وي تيرشوي پښتني غوره دودونه يې نه وي خپل كړي همداسي به زليل وي همداسي به خواره وي ،