د کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | دسمبر 5th, 2009


اراده:

دې خپلواكې ورځپاڼې دخپل لومړي مخ په غټ سرليك كې په افغانستان كې د پخلاينې او د سولې د راوستلو لپاره د ولسمشر كرزي وروستۍ څرګندونې راخستي او د هغه په حواله يى ليكلي، كه نړيواله ټولنه يى ملاتړ وكړي نو له طالبانو سره خبرو ته حاضر دې.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې د امريكا پخواني ولسمشر بوش له طالب مشرانو سره د خبرو مخالفت كړې وو، خو اوباما بيا ويلي، چې هغو طالبانو ته د روغې او پخلاينې لار پرانستلې شي، چې له جګړې لاس اخلي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا د افغانستان لپاره د امريكا په نوې ستراتيژۍ بحث كړې او افغانستان ته يى د اضافي سرتيرو د استولو پريكړې ته يى په اشاره ليكلي، چې دا د سولې نه بلكه د جنګ ستراتيژۍ ده.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو د وتلو لپاره د مهال ويش په ټاكلو تبصره كړې او ليكلي، چې دې كارپه هيواد د تيري په اړه كيدونكو ډنډورو ته د پاى ټكې كيښود.

ورځپاڼې په دوام كې له ټولو افغانانو غوښتي،چې پس له دې دې له نړيوالې ټولنې سره په همكارۍ كې د خپل هيواد د ابادولو لپاره لوسټوني بډ وهي.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې د ولسمشر كرزي په راډيويي وينا تبصره كړې، چې پكې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي په له منځه وړلو ټينګار شوې دې.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې هم پخپل لومړي مخ كې په افغانستان كې د سولې او پخلاينې لپاره د ولسمشر كرزي د څرګندونو ځينې برخې خپرې كړي او د هغه په حواله يى ليكلي، كه نړيواله ټولنه يى خنډ نشي نو نه يوازې له ملا عمر سره خبرو ته بلكه هرهغه كارته تياردې، چې په هيواد كې سوله راولي.

ورځپاڼې د همدې مخ په سركې بيا د طالبانو د سياسي كميټې د مشر ملا محمد طيب اغا په حواله ليكلي، چې دوى د ولسمشر كرزي له حكومت سره نه بلكه په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو له حضور سره ستونزه لري.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د تركيى د ولسمشر عبداله ګل دا سپارښتنه راخستې، چې د افغان دولت مخالفينو ته بايد په سياسي ډګر كې د حضور زمينه برابره شي.

دې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د امريكا په نوې ستراتيژۍ بحث كړې او هغه غبرګونونه او انديښنې يى څيړلي، چې د سيمې هيوادونو ښودلي دي.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې د افغانستان لپاره د امريكا نوى ستراتيژۍ تر ډيره د پاكستان په ګټه ده.

ورځپاڼې په دوام كې د افغانستان د ولسي جرګې د يو غړي په حواله ليكلي، چې پدې ستراتيژۍ كې د ترورزم اصلي ځالوته، چې په پاكستان كې دي كومه اشاره نده شوې.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې په افغانستان كې د روان جنګ لاملونه څيړلي او ليكلي، چې د جنګ د دوام لاملونه محض يوه افسانه ده.

دې ورځپاڼې يو ځلې بيا د افغان دولت په جګپوړو چارواكو كې د فساد مسئله راخستې او پدې ترڅ كې د لوى څارنوالۍ د مرستيال په حواله ليكلي، چې يو شمير جګپوړي چارواكي تر تعقيب لاندې دي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپرې كړيدي.

انيس پخپله سرمقاله كې د القاعده د مشر اسامه بن لادن د پټن ځاى په اړه په كيدونكو بحثونو تبصره كړې او پدې ترڅ كې په پاكستان كې د يو نيول شوي كس څرګندونو ته په اشارې پوښتنه كړې، چې اسامه بن لادن په غزني كې دې او كه د پولې پورې.

خو اصلاح بيا په يو مطلب كې ليكلي، چې افغان ولسمشر حامد كرزي پخپله امنيتي غونډه كې په هيواد كې د امنيت د ټينګولو لپاره امنيتي ادارو ته د ټول ځواك د كارولو لارښوونه وكړه.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې هم په يو مطلب كې د افغانستان لپاره د امريكا په نوى ستراتيژۍ تبصره كړې او پدې ترڅ كې د اكانوميسټ ورځپاڼې په حواله يى ليكلي،چې دا ستراتيژي عملي اړخ نلري.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې ليكلي،چې له يوې خوا امريكا په افغانستان كې له طالبانو سره د جګړې لپاره نور سرتيري استوي او له بل لوري افغان ولسمشر له ملا عمر سره د خبرو تيارې څرګند كړې.

ورځپاڼې په يو بل څيړنيز مطلب كې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو فعاليتونو ته كتنه كړې او پدې ترڅ كې امريكايي سرتيري تورن كړي، چې د افغانانو ملي حاكميت ته درناوې نه كوي.

Copyright Larawbar 2007-2024