ورځپاڼو ته کتنه

حاجی پوپل | فبروري 28th, 2010


اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د افغانستان د روانو حالاتو په اړه د يو امريكايي متقاعد سرتيري څرګندونې راخستي او په غټو ټكو سره يى ليكلي، چې د افغانستان خلك د جنګ په ځاى بيارغونې ته اړتيا لري.
ورځپاڼې د افغانستان د جنوب كې د پوځي عملياتو په اړه هم يو مطلب خپور كړې او د يو امريكايي پوځي افسر په حواله يى ليكلي، چې په مارجه كې ددوى عمليات بشپړ شوي او پوليس ددې سيمې د كنټرول د سمبالولو په حال كې دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په كابل كې په هندي وګړو وروستيو ځان وژونكو حملو ته په اشارې، چې د ورځپاڼې په وينا پراخ ورانې يى رامنځ ته كړ ليكلي، چې افغانستان د دوستيو بيه وركوي.
ورځپاڼې په دوام كې د هند او پاكستان ترمنځ شته تضاد ته په پام سره افغان دولت ته سپارښتنه كړې، چې له هند او پاكستان سره پخپلو اړيكو او ددغو اړيكو په تعادل له سره نظر وكړي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د انتخاباتو په قانون كې د رامنځ ته شويو بدلونونو په اړه خپاره شوي غبرګونونه څيړلي او له دغو غبرګونونو سره د ځينو كړيو لخوا شويو اختلافاتو ته په اشارې ليكلي، چې دا يو افغاني دې نه بهرنې او او فرمايشي.
په ورځپاڼه كې د هند له لومړي وزير سره د ولسمشر كرزي د ټليفوني خبرو په اړه هم يو مطلب خپور شوې او د هند د لومړي وزير په حواله ليكل شوي، چې ترورستي بريدونه ددوى اړيكې نشي زيانمنولې.
ورځپاڼې په مارجه كې د پوځي عملياتو د پاى په اړه په يو مطلب كې ليكلي، اوس د كندهار وار دې.

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپل لومړي مخ كې د افغانستان د روانو حالاتو په اړه د امريكا د هافينګټون پوسټ ورځپاڼې يو څيړنيز مطلب راخستې او په غټو ټكو سره يى ليكلي، چې د افغانستان جنګ د اوباما پلويان دلسرده كړي دي.
ورځپاڼې په افغانستان كې د سولې د د ورانو هڅو په وړاند شته خنډونه هم څيړلي او وروستيو پيښو ته په اشارې دا پوښتنه كړې، چې ولي د سولې هڅې په جګړه بدلې شوې.
ورځپاڼې په افغان دولت او نړيوالې ټولنې غږ كړې، چې لا هم وخت شته او بايد په افغانستان كې د سياسي حل لپاره خپلو هڅو ته دوام وركړي.
ورځپاڼې په همدې حال كې د يو طالب قومندان دا څرګندونې هم راخستي، چې ويلي كه د باور فضا رامنځ ته شي نو طالبان له دولت سره خبرې كوي.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د حضور مسئله څيړلې او ليكلي، چې دا حضور د افغان امنيتي ادارو له پياوړتيا سره تړاو لري.
ورځپاڼې په دوام كې دا خبردارې وركړې، چې له وخت نه مخكې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو وتل به د امنيت او ديموكراسۍ په برخه كې ناوړه پايلې ولري.
ورځپاڼې په كابل كې د جمعې د ورځې د حملو د مالي زيانونو په اړه هم يو مطلب خپور كړې او د سيمې د دوكاندارانو او سوداګرو په حواله يى ليكلي، چې دې حملو دوه نيم ميليونه ډالره زيان اړولې دې.
ورځپاڼې په خپل ننني كارټون كې په افغانستان كې رامنځ ته شوې جنګي ذهنيت انځور كړې او پكې دا ښودل شوې، چې لومړې بايد دا ذهنيت له منځه ولاړ شي.
اصلاح او انيس هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس بيا په خپله سرمقاله كې په كندهار كې پيليدونكو عملياتو ته په اشارې چارواكي هڅولي، چې هلمند له پامه و نه غورزوي.
خو اصلاح بيا د انتخاباتو په قانون كې رامنځ ته شوي بدلونونه او ځنډ نه منونكې اړتيا بللې او د هغو كلكه ننګه يى كړې.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د جمعې د ورځې د حملو په مخنيوي كې د پوليسو په پاتې راتلو انتقاد كړې او ليكلي، چې پوليسو په كابل كې د بهرنيو وګړو او په تيره بيا د هندي وګړو د هستوګنځيو امنيت ته جدي پاملرنه نده كړې.
ورځپاڼې په دوام كې ولسمشر كرزي ته دا سپارښتنه كړې، چې نه يوازې د دې حملې د طرحانو د نيولو او پيژندګلوۍ لپاره هڅې وكړي، بلكه هغو چارواكو ته هم سزا وركړي، چې د خپلو دندو په پرمخ بيولو كې پاتې راغلي، د ورځپاڼې اشاره ه د كورنيو چارو وزير او د كابل امنيى قومندان ته ده.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د هيواد په سرحدونو كې د طالبانو، القاعده او د قاچاق وړونكو فعاليتونو ته كتنه كړې او له دولت نه يى دغو سيمو ته د زياتې پاملرنې غوښتنه كړې.

راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د ولسي جرګې او د امنيتي ادارو د مشرانو ترمنځ ګډې ناستې ته ځانګړې كړې او ددې جرګې د مشر په حواله يى ليكلي، چې دا بې ثباتۍ له پولو بهرد دښمنانو د خصمانه كار محصول دې.
ورځپاڼې ليكلي، چې پدې غونډه كې پريكړه وشوه، چې د نوى امنيتي پاليسۍ د جوړولو لپاره بايد د حكومت او ملي شورا يو ګډ كمسيون جوړ شي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د سولې د ټينګښت لپاره د افغان دولت او نړيوالو دريځونه څيړلي او ليكلي، چې ددوى ترمنځ د نظر يووالې نشته.

Copyright Larawbar 2007-2024